په اولمپیک سیالیو کې د کرکټ سیالیو د ورګډېدو هڅې بیا پیل شوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کرکټ نړیوالې شورا، د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې او د انګلستان کرکټ بورډ تېره اوونۍ ناسته کې په اولمپیک کې د کرکټ د لوبو د ورګډولو شین څراغ لګولی دی.

د اولمپیک سیالیو کې ۲۰۵ هېوادونو څخه ۱۱ زره ۹۱ لوبغاړي د لوبېدو توقع لري او ۳۳ ډوله لوبې پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

د کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، په اولمپیک نړیوالو لوبو کې د کرکټ ورداخلېدلو ته د کرکټ نړیواله شورا او مطرح کرکټ بورډونو ورنږدې شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا، د هندوستان او انګلستان کرکټ بورډونو په دې اړه ویلي چې دا پلان ښایي د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې عملي شي او تر ۲۰۳۱ کال پورې به مهالوېش ترتیب شي.

په تېر کې د دې چارې ډېر مخالفت د هندوستان د اولمپیک فدراسیون کاوه.

په ۲۰۲۲ کې په انګلستان کې د اولمپیک لوبې ترسره کېږي او د هندوستان کرکټ بورډ ویلي چې خپله ښځینه کرکټ لوبډله به دې لوبو ته ورواستوي.

د اولمپیک د اجرایوي مشر به راتلونکو دوو اونیو کې بیا غونډه وکړي او ښایي چې لس اوریزې کرکټ لوبې په اولمپیک سیالیو کې وراخلې شي.

کرکټ او جذابیت یې

له فوټبال وروسته د کرکټ سیالۍ په نړۍ کې خورا مشهورې دي او نړۍ کې ډېر زیات مینوال لري.

دا چې ډېری لوبې په اولمپیک کې شاملې دي، نو د کرکټ په ورګډېدو سره به دا لوبې لا جذابې شي.

د کرکټ لوبې په نړۍ کې له فوټبال څخه وروسته ډېرې ترسره کېږي او د کال په اوږدو کې یې لوبې جریان لري.

د کرکټ نړیواله شورا هرکال شل اوریز نړیوال جامونه، هرو څلورو کلونو کې نړیوال پنځوس اوریز جام، د قهرمانۍ جام لوبې ترتیبوي.

بل پلو هره میاشت کې د لوبډلو لوبلړۍ او د سوداګریزو لیګونو ترسره کېدو سره د کرکټ لړۍ خورا په چټکۍ سره روانه ده.

بله مهمه خبره دا ده، چې د دې لوبو د نشر لپاره ډېری تلویزیوني چینلونه، یوټیوب چېنلې، راډیوګانې، ویب سایټونه، ټولنیزې رسنۍ په خدمت کې دي.

چې دې چارې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینوال زیات کړي او هره ورځ یې خلک ګوري او یا یې هم په وېب پاڼو کې خبرونه لولي.

نو په اولمپیک لوبو کې د کرکټ ورشاملېدل به د اولمپیک سیالۍ لا جذابې کړي او ننداره کوونکي به یې زیات شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.