افغان کرکټ بورډ؛ ډلبازي او بې تدبیره اقدامات یې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغان کرکیټ بورډ او د ملي لوبډلي رامنځ ته کېدل شاوخوا دوه لسیزې کیږي، خو لا هم له کرکیټ بورډ څخه لوبغاړي او ملت ناخوښه دي.
کرکیټ بورډ یو ملي اداره ده، خو پدې لسو کلنو کي د خصوصي او ډلییزو کړیو لخوا راچاپېره سوې، څوک یې یوې خوا او څوک یې بلي خواته کشوي، خو لوبغاړي ددې کړیو لوی قربانیان دي.
په بورډ کي د اختلافاتو له امله راشدخان، محمد نبي، شهزاد، اصغر افغان، ګلبدین نایب، شاپور ځدران او شفیق الله شفق زیانونه لیدلي.
وروسته له هغه چي د بورډ په مشرۍ په یو بېساري اقدام کي لوبډلمشر اصغر افغان ایسته کړل سو، ورسره په څنګ کي یې په لوبډله کي نه یوازي د لوبغاړي ترمنځ درځ رامنځ ته سو، بلکي د عامو خلګو ترڅنګ یو شمېر کورني او نړیوالو مبصرینو دا یو بې ځایه پرېکړه یاده کړه.
اصغر د افغان لوبډلي لپاره یو بریالی لوبډلمشر وو او د نړیوال جام مخکي دا پرېکړه په ټوله کي لویه سهوه وه، خو بورډ  د نوي لوبډلمشر په ټاکلو د لوبډلي د ښه ځلېدو خبري کولې.
په کرکیټ بورډ کي لومړۍ لویه کړۍ د نسیم دانش له وخته پیلیږي، چي د عاطف مشعل څخه تر عزیزالله فضلي پوري رارسیږي، چي په دې ډول د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي هم سره استعمال سوه.

که موږ چيري د نورو هیوادونو کرکیټ ته ځیر سو، داسي خبر به نه واورو، چي هغوی دي کرکیټ په خصوصي ډول مخته بیایي، بلکه د میلیونونو خلګو په استازولۍ په ملي ډول خپل کرکیټ د سمون په موخه رهبري کوي.
دلته چي هر څوک واک ته رسیږي، لومړی کار یې د بورډ د پخواني مشر د کارمندانو ایسته کول او په خپله خوښه د مسؤلینو ټاکل دي او ورسره د هغو لوبغاړو سره تضاد پیلیږي، چي د بورډ د پخواني مشر هم فکره وي.
د بورډ په تازه پرېکړو کي شهزاد محمدي د زنګون  د خوږ له امله له نړیوال جام څخه و ایستل سو، چي د کرکیټ نړیواله شورا هم یاد خوږ تائیدوي، خو شهزاد وايي چي دی روغ دئ او د شخصي ستونزو په ارتباط له لوبډلي څخه وایستل سو.
شهزاد پر بورډ تور لګولی، چي د اصغر افغان او شاپور سره یې هم ناځوانۍ رواني کړي، چي اصغر افغان روغ دئ، خو دوی یې د خوږ په بهانې نه لوبوي.
بلخوا د افغان لوبډلي مینوال هم په نیمه برخه وېشل سوي، څوک د ګلبدین، بورډ او فضلي ملاتړ کوي، خو څوک بیا د شهزاد او اصغر افغان ملاتړي دي، چي په ټوله کي یې افغانان هم په مختلفو اختلافاتو اخته کړي دي.
بورډ خپل سپیناوی کوي، لوبغاړي خپله دفاع کوي، چي په دې ماشومانه کړنو یې افغانان په تشویش کي اچولي دي.
بلخوا ته د افغان لوبډلي مشر روزونکي فیلیف سمونز له نړیوال جام وروسته د لوبډلي د پرېښېدو خبر هم ورکړی دئ.
که چیري دا لړۍ همداسي دوام وکړي، نو نه یوازي چي ملي لوبډله به ګډه وډه سي، بلکه په کرکیټ کي به مو ترلاسه سوی لوی اعتبار ستر زیان وویني.
افغان کرکیټ لوبډله په ستر استعداد او بهترینو سیالیو سره ډېر ژر نړیوال سوه، قوي لوبډلي یې ماته کړې او په سختیو سره یې ښې اتلولۍ هم ترلاسه کړې.

افغان کرکیټ لوبډله اوس مهال په یو نابریالي سفر په نړیوال جام کي مصروفه ده، چي خپلي لومړنۍ درې لوبي یې بایللي او لا هم ۶ لوبي په مخکي لري.
په ترسره سوو درو لوبو کي لوبډله د توپ وهني په برخي که خورا ضعیفه بلل کیږي، توپ وهونکي یې په عادي توپونو او غلطو شاټونو سوځي او همداراز پر ډګر ساتنه یې هم نیوکي رواني دي.
ددې سره په څنګ لوبډلمشر مشر هم تر ډېره پوري د خپل ځان لپاره لوبي کړي، چي په توپ وهنه کي پر خپل سر چي پوزېشن یې لا هم نامعلوم دئ راوځي، خپل اورونو ټوله لوبوي او ځیني غلطي پرېکړي یې هم کړي دي.
خو ځیني بیا د لوبډلي ناکامه کېدل د لوبغاړو نه ملګرتیا د لوبډلمشر سره یادوي.
د افغان لوبغاړی شهزاد محمدي کیسه یو شمېر نړیوالو کرکیټ ویب پاڼو هم رااخیستې او ورباندي خبري یې کړي دي.
باید ووایو، چي د ملي لوبډلي مینوالو او په هیواد کي او له هیواده د باندي افغانانو ویلي چي ملي لوبغاړي له زړه نه لوبيږي او د هیڅ مسؤلیت احساس نه کوي.
دوی له بورډ څخه غوښتلي چي په دې او د لوبو د بایللو په اړه خلګو ته سپین جواب ورکړي او ولس پوه کړي.