د کرکټ له پیل تر اوسه، په کرکټ او نورو ورزشونو کې ډول ډول ټېکنالوژي کارول شوې ده، چې دې چارې په ورزش په ځانګړي ډول کرکټ کې ستر بدلون/ انقلاب راوستی دی.
کله چې لومړیو کې ټېکنالوژي نه وه، نو کرکټ لوبه کې ډېر زیات جنګ او جګړه رامنځته کېدله او یا هم ناحقه پرېکړې کېدلې، چې لوبغاړی به اوټ نه و، اوټ به ورکول کېده او که به اوټ وو، نو بیا د لوبڅار لخوا د اوټ پرېکړه نه کېده، چې دې چارې د کرکټ سپیڅلتیا ته زیان رسولی و.
خو د وخت په تېرېدلو سره د کرکټ نړیوالې شورا او غړو هېوادونو د ټېکنالوژۍ برخه کې اختراعګانې وکړې او بالاخره د ټېکنالوژۍ په مرسته یې لوبو ته اصلیت، عدالت او جذابیت ور وباښه.
ډول ډول کېمرې
د ډول ډول کېمرو کارولو سره د کرکټ شاټ، لوبغالی، نندارهکوونکي او نور اړخونه راخیستل کېږي، چې د تلویزیون له لارې نندارهکوونکو ته ښه معلومات او جالبې صحنې وړاندې کوي.
د ډرون او کرېن کېمرو په مرسته لوبغالی او د لوبې روح تر ټولو ښه راخیستل کېږي او نندارهکوونکي له شاټونو، کیچونو، بولډ اوټونو، بانس او د کرکټ له نورو برخو ښه خوند اخلي.
د کرکټ په لومړنیو وختونو کې کرکټ دومره خوندور نه و او وجه دا وه، چې ټېکنالوژي کمزورې وه.
ریوو سیستم
د ریوو سیستم راوتلو سره د اېلبيډبلیو، رن اوټ، پیچلو کېچ اوټونو، سټمپ اوټ، څلوریزې او شپږیزو معلومولو برخه کې ځواکمن پرمختګ رامنځته کړ.
د لوبڅار، لوبغاړو او لوبو ننداره کوونکو لپاره د عدالت او حق ترازو رامنځته شو.
په دې سیستم سره نه اوس لوبڅار غلطې پرېکړې کولای شي او نه هم لوبغاړی درواغ ویلی شي، بلکې د دې په مرسته اصلي کرکټ نړیوالو ته ښودل کېږي.
د ویډیو رېپلی سیستم
په دې کې یو شاټ، یا یو اوټ، سټمپ، د لوبغاړي منډه، د توپ رفتار، د لوبڅار اشارې او نور بیا ښودل کېږي.
د دې ښه والی په دې کې دی، چې لومړی ځل که یوه صحنه تېره شي، ښایي د لیدونکی سر پرې درست خلاص نشي، نو بار بار ورته همغه صحنه ښودل کېږي او لیدونکی پرې ښه سم پوهېدای شي.
د باز سترګه ټېکنالوژي
Hawk Eye technology
دا هغه ټېکنالوژي ده، چې د بال مسیر او د پیچ کېدو ځای معلوموي.
مثلا لوبڅار ته دا دید په واک کې ورکوي، چې بال په لاین کې پیچ دی کنه.
د کرکټ په اصطلاح کې ورته اېمپکټ اېن د لاین وایي، یا اېمپکټ اوټ سایډ.
دا سیستم ډېره پورې په اېلبيډبلیو اوټونو کې کارېږي، چې د بال ترسره کېدل ښيي، بال پسې لیکه ښيي، د پیچ په منځ کې د دوو جوړو وېکټو ترمنځ کرښه مخامخ وېکټو ته کښل کېږي.
بیا ښودل کېږي، چې بال په وېکټ لګېږي او کنه.
دا ټېکنالوژي له شپږو یا له دې زیاتو کمپیوټرونو سره وصل وي او یو ښه ډېسپلی لوبڅار او ننداره کوونکو ته په واک کې ورکوي.
سنېکر او میټر
Snick-o-meter
دې ته الټرا اېج هم وایي، کله چې توپ له بیټ یا هم پېډ یا د لوبغاړي له بدن سره لګېدلی وي، نو د دې ټېکنالوژۍ په مرسته دغه لمس معلومېږي.
او د لګېدلو په صورت کې سنېکر او مېټر اهتزاز کوي او بیا لوبڅار ته پته لګي، چې لوبغاړی اوټ دی کنه.
Hot Spot هاټ سپاټ
د دې ټېکنالوژۍ په مرسته هم د توپ ټچ کېدل معلومېږي، کله چې توپ په بیټ لګېدلی وي، بیا نو په همغې ساحه کې یو داغ لګېږي او لوبڅار ته پته لګېږي، چې توپ له بیټ سره لګېدلی دی.
د لوبغاړو د تمریناتو لپاره ډول، ډول ماشینونه او وسیلې د ټېکنالوژۍ بل هغه اړخ دی، چې لوبغاړي پرې خپل لوبییز ځواک زیاتوي او تجربې پخوي.
مثلا د توپاچونې ماشین چې په چټکۍ سره د لوبغاړي په لور توپ ورغورځوي او لوبغاړی بیا سپیډ بال وهي.
همدارنګه بانسر توپ، فول ټاس، شارټ پیچ او د نورو توپونو تمرینات پرې ترسره کوي.
په وېکټو کې د مایک او اشارو لګول د ټیکنالوژۍ یو بل ډول دی، چې د بولډ اوټ او یا هم سټمپ اوټ پرمهال اشارې کوي.
همدارنګه د توپ د ټچ پر مهال مایک اواز اخلي او لوبڅار ته یې په واک کې ورکوي.
د اشارو، لیک، نښو او نورو وسیلو کارولو په لوبو کې لا ښکلا رامنځته کړې او کال په کال دا ټېکنالوژي د بدلو او نوي کېدو په حال کې ده.
د لوبغالي د جوړېدو لپاره د کټارو جوړول، د پولو جوړول، پخوا د پولو لپاره رسۍ اچول کېده، چې د لوبغاړي د غورځېدو پرمهال به لوبغاړی ژوبلېده خو اوس یې نرم فوم اچولی، چې لوبغاړی پرې د غورځېدو پرمهال د ژوبلېدو احساس نه کوي.
د لوبغالي شاوخوا د سکرینونو لګول، د څوکیو او ننداره ځایونو جوړول او ډېر نور سهولتونه هغه څه دي، چې کرکټ ته یې ښکلا او جذابیت وربخښلی دی.
همداسې په هره لوبه کې همدا حال دی او ورزش کې ټېنکالوژي ژوندی رول لوبولی دی.