کرکټ، چې د کلونو راهیسې لمړی له انګستان څخه پیل او بیا ورپسې نورو هېوادونو ته ورسید، په دغه لړ کې یو شمیر داسې جالبه او حیرانونکي ریکارډونه او یادګارونه هم را پاتې او ثبت شوي دي، چې ښايي تاسې تر خبر نه یاست.
د سپورټز کیډا ږیب پاڼې د معلوماتو له مخې، هغه یادګارونه چې په دغه بهیر کې ثبت پاتې دي او لا به هم د راتلونکي وخت لپاره یاد ګار وي، څو یې درته لاندې را مخته کوو.
۱ – د ټیسټ لوبې د څلورو پاڼیو په یوه ورځ کې ترسره کیدل
د انګلستان په لارډز یاد ګاري کرکټ لوبغالي کې د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ م کال کې د کوربه انګلستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبه ترسره شوه، چې د لوبې څلور پاڼۍ په یوه ورځ پای ته ورسیدې.
همدا راز په ۲۰۰۲ م کال کې د هندوستان او نیوزیلینډ او په ۲۰۱۱ م کال کې د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ورته سیالۍ په یوه ورځ پای ته رسیدلې دي، چې د کرکټ په تاریخ کې یو جالب یادګار ثبت شوی دی.
۲ – هغه لوبغاړی، چې په مسلسل ډول ټیسټ کرکټ کې لوبیدلی
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو پخوانی کپتان او اوسنی لوبیدونکی لوبغاړی الیسټر کوک د کرکټ د تاریخ هغه لوبغاړی دی، چې تر دې مهاله په مسلسل زیاتو ټیسټ لوبو کې د انګلستان لپاره لوبیدلی دی.
نوموړی تر دې مهاله په ۱۶۰ ټیسټ لوبو کې لوبیدلی دی، چې وړاندې له دې دغه ریکارډ ۱۵۳ لوبې وې، خو الیسټر کوک لا هم په ټیسټ کرکټ کې لوبیږي.
۳ – هغه لوبغاړی، چې دوه هېوادونو لپاره یې ټیسټ کرکټ کړی دی
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی افتخار علي خان پټاوډي د کرکټ په تاریخ کې یواځينی هغه لوبغاړی دی، چې لمړي یې په ۱۹۳۲ او ۱۹۳۴ کلونو ترمنځ د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۳ ټیسټ لوبې ترسره کړې او ورپسې یې په ۱۹۴۶ م کال کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۳ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، جالبه خو یې لا دا ده، چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتان هم پاتې شوی دی.
۴ – هغه لوبډله، چې په هر فارمټ کې یې نړیوال جامونه ګټلي دي
هندۍ کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په تاریخ کې یواځینۍ هغه لوبډله ده، چې د کرکټ په هر فارمټ کې یې اتلولي خپله کړې ده.
دغې لوبډلې په ۱۹۸۳ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د ۶۰ اوریزه سیالیو نړیوال جام اتلولې خپله کړې، ورپسې یې په ۲۰۰۷ م کال کې پاکستان ته په ماتې ورکولو د ۲۰ اوریزه سیالیو جام وګټلو او هم یې په ۲۰۱۱ م کال کې د مهیندر سینګ ډوهني په کپتانۍ کې د ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړې ده.
۵ – هغه لوبغاړی، چې په یو وخت کې د هېواد لپاره په کرکټ او ټینیس کې لوبیدلی
ښايي ټولو ته دا جالبه وي، چې څه ډول یو لوبغاړی د یو هېواد لپاره په یو وخټ کې په دوه ډوله سیالیو کې لوبیدلی وي.
خو دا ریښتیا ده، د کینیا هېواد لوبغاړی اصف کریم په ۱۹۸۸ م کال کې د کینیا لپاره په یو وخت کې هم د کرکټ او هم د ټینس سیالیو په جام کې لوبیدلی او دا یادګار یې ثبت پریښی دی.