کندهار کې د کرکټ لوبغاړو لپاره مېلمستون

رنګین تجريدي ډیزاین

پرون په کندهار کې د شا وخوا ۲۴ ملیون افغانیو په لګښت د کرکټ لوبغاړو لپاره د مجهزه مېلمستون جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د اقتصاد وزارت په ګډه ددغه میلمستون د جوړولو بنسټ کیښود.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشر ښاغلي عزیز الله فضلي په دغه غونډه کې وویل، ډېره د خوشالي ورځ ده چې په تاریخي کندهار کې د مېلمستون پرانېسته کېږي چې دغه مېلمستون به د اسانتیاو او ټولو امکاناتو له اړخه یو سمبال مېلمستون وي او د افغانستان کرکټ لپاره به هم دا یوه ستره لاسته راوړنه وي.
د ښاغلي فضلي په وینا:
55869339 2330704947184090 8536777005843087360 n کندهار کې د کرکټ لوبغاړو لپاره مېلمستون

« په افغانستان کې د هندوستان له سفارت ځانګړې مننه کوو چې د یاد مېلمستون ټول لګښتونه یې پر غاړه اخیستي دي، سربېره پر دې د اقتصاد له وزارت هم د زړه له تله منندوی یو چې بشپړه همکاري یې کړې او له چارو به یې څارنه کوي.»

دغه راز د کندهار مرستیال والي او د ولسمشر سلاکار حاجي اغا لالي دستګیري له کرکټ بورډ مننه وکړه چې نړیوال جام یې کندهار ته راوړ او د وروستیو بریاو له امله یې کرکټ بورډ ته مبارکي ورکړه او په وینا یې دغه مېلمستون به د افغان لوبغاړو لپاره یوه ښه اسانتیا وي.
هغه زیاته کړه، کندهار ته د نړیوال جام له راوړل کېدو وروسته ډېری ځوانانو کرکټ ته مخه کړې او ډېرې مثبتې پایلې یې لرلې دي.
همدارنګه د کندهار د اقتصاد رییس ګل احمد ارین وویل چې د مېلمستون په برخه کې له کرکټ ادارې سره همکاره دی او ډاډ ورکوي چې له ټولو چارو به څارنه کوي او په ښه کیفیت به ترسره شي.
د یادولو ده چې دغه مېلمستون به د هندوستان د شا وخوا ۲۴ ملیون افغانیو په لګښت د ۱۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي چې پکې ټولټال شل خونې په پام کې نیول شوې چې د اوسېدو خونو ترڅنګ به کنفرانس خونه هم ولري او د لوبغاړو لپاره به له ډېرو اسانتیاو برخمن وي.
کندهار کې یو کال وړاندې د کرکټ لوبغالی جوړ شو او هر لوبغالي سره د مېلمستون شتون حتمي دی، چې دا دی اوس یې د کرکټ بورډ له خوا د بنسټ ډبره کېښودل شوه.