
نږدې راتلونکي کې د کرکټ ستونزمن حالت
یاران سپورټس
د کرونا ویروس له امله هر ډول لوبغالي تړلي دي، چې ور سره د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کرکټ لوبغالي هم تړلي دي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې او د یادې ادارې د خزانې مشر ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د کرونا ویروس له امله دوه اړخیزې لوبلړۍ ترسره نشي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې غوښتنه کړې، چې د انسانانو او لوبغاړو ژوند مهم دی او نږدې راتلونکي کې به دوه اړخیزې لوبلړۍ ونشي.
یادې ادارې ویلي چې دوی اوس په دې لټه کې دي، چې د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره یوه لاره ومومي، چې هغه جوړې او ترسره شي.
د نړۍ کرکټ بورډونه او د لوبو په اړه یې نظرونه
لومړی کرکټ نړیواله شورا وایي، چې دوی اړتیا لري په داسې بحراني حالت کې بودیجه ومومي او د لوبو لپاره تیاری ونیسي؛ له دې وړاندې د مالي ستونزو له امله ۴ کاله شل اوریز نړیوال کرکټ جام نه دی ترسره شوی او له ۲۰۱۶م وروسته په ۲۰۲۰م کې یو ځل بیا د نړیوال جام اووم پړاو ته په اسټرالیا کې چمتووالی نیول شوی دی، خو لا هم دا نړیوال جام د کرونا ویروس له امله ډاډمن حالت کې نه دی او ښایي ترسره نشي.
د انګلستان کرکټ بورډ وایي چې د نارینه او ښځینه وو کرکټ به د مالي ستونزو له امله یو وخت پورې وځنډول شي.
د کرکټ ماهرین وایي که کرکټ ترسره نشي په کورني یا ډومېسټېک کرکټ هم منفي اغېز پرېباسي او په دې ډول ستونزې پراخې او نړیوال کرکټ هم ورسره بې خونده کېږي.
ترې دمه په ټوله نړۍ کې لسګونه کرکټ لوبې او سیریزونه لغوه شوي او لا هم هېوادونه نه دي توانېدلي، چې د کرونا نړیوالې وبا ته ماته ورکړه.
د هندوستان کرکټ بورډ وایي، چې که آې پي ایل ترسره نشي، نو نږدې ۴۰ بیلیونه هندي کالدارې زیان سره به مخ شي، چې ۵۳۰ میلیونه ډالر کېږي.
د افریقا کرکټ بورډ په لومړیو کې خپل لوبغاړي قرنطین کړي وو او کرکټ بورډ یې له مالي کړکېچ سره مخ دی.
د اسټرالیا کرکټ بورډ هم په نوي مالي قرارداد کې ځینې لوبغاړي د پېسو کمښت له وجې له قراردادونو پاتې کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ هم د لوبډلو د روزونکو په معاشونو کې د ۲۵ سلنه پېسو کمښت خبره کړې ده.