آی پي اېل تر امر ثاني وځنډېد

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

یاران سپورټس
لا هم د کرونا ویروس له امله د آی پي اېل سیالیو پیلېدل د خوب لیدل دي.
د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې د سې‌شنبې پر ورځ په یوه ناسته کې ویلي، چې هندوستان کې د کرونا له امله لا هم حالات عادي نه دي او د هندوستان قرنطیني حالت یو ځل بیا تر مې ۳ یمې نېټې پورې غځېږي.
د هندوستان کرکټ بورډ د اپرېل ۱۴مه نېټه ویلي، چې د آی پي اېل کرکټ سیالۍ تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.
د سې‌شنبې پر ورځ د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، چې په جدي ډول به د قرنطین موده د می میاشت تر درېیمې نېټې وغځېږي، نو له همدې امله به د آی پي اېل سیالۍ هم تر نامعلومې نېټې وځنډول شي.
د هندوستان کرکټ بورډ رسنیو ته خبر ورکړی، چې دوی هیله مند دي، چې ۲۰۲۰ م کال کې دا سترې سوداګریزې سیالۍ خامخا ترسره شي.
تمه وه چې دیارلسم پړاو آی پي اېل سیالۍ د مارچ په ۲۹مه نېټه د ممبيي ښار په وانکېډی لوبغالي کې د ممبيي او چینا لوبډلو په لوبه پرانیستل شوی وای، خو دا سیالۍ د پرېل ۱۵ مې نېټې ته وروسته شوې، د چهارشنبې ورځ د اپرېل ۱۵ مه نېټه وه، خو لا هم د دې سیالیو د پېل څرک نشته.
یوازې د آی پي اېل سیالۍ نه دي چې ځنډول شوي دي، بلکې له دې سره جوخت نږدې ټوله نړۍ کې د هر ډول لوبو لوبغالي تړلي دي او لوبغاړي په خپلو کورونو کې په قرنطین حالت کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی.
د آی پي اېل سیالۍ له ۲۰۰۸م څخه تر دې دمه له دا ډول برخلیک سره نه وې مخ شوې، دا لومړی ځل دی، چې د نړۍ دغو لویو سوداګریزو لوبو کې خنډ او ځنډ پېدا کېږي.
تر دې وړاندې د کرکټ نړۍ ډېری لوبغاړو د آی پي اېل پیل لپاره هیلې ژوندۍ ساتلې دي، کیوین پېټرسن چې د انګلستان تقاعد شوی لوبغاړی دی، ویلي وو، چې په آی پي اېل سیالیو به یو ځل بیا د کرکټ لوبغالو بندې دروازې پرانیستل کېږي.
د انګلستان ځینو لوبغاړو نظرونه ورکړي وو، چې د ای پي اېل سیالۍ دې د بندو دروازو ترشاه ترسره شي.
خو تر اوسه په دې اړه هېڅ نهایي پرېکړه نه ده شوې، چې دغه سیالۍ دې یا ترسره او یا هم لغوه شي.