خبریال: فضل الله فضلي
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي نن د بورډ له لوري د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي افغان لوبغاړو ته د تاجکستان کرکټ لیګ کي د لوبېدو اجازه نه سي ورکولای.
نوموړي ویلي:
“دا چې د تاجکستان کرکټ فدراسیون اوسمهال د ودې او په دغه هېواد کې کرکټ د غوړېدا په حال کې دی نو موږ هم د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب د دغه هېواد د کرکټ راتلونکي ته هیلهمن یو.“
ښاغلی یوسفزي زیاته کړې چي تاجکستان د کرکیټ لیګ د ترسره کولو تابیا لري، خو دا چي دا هیواد د کرکیټ نړیوالي شورا سره بشپړغړیتوب نه لري او د یادي شورا څخه د لیګ د ترسره کولو اجازه هم نه لري، نو د اصولو پر بنسټ موږ خپلو لوبغاړو ته هلته د لوبېدو اجازه نسو ورکولای.
نوموړي دواړه هیوادونه غوره او نږدې ګاونډیان یاد کړل او په دوامداره توګه یې د همکارۍ یادونه کړې ده.
ښاغلی یوسفزي زیاته کړې:
“دغه راز دا چې د افغانستان کرکټ بورډ اوسمهال د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ له مالي پلوه هم هغومره پیاوړی نه دی، نو د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوازې کولی شي چې له یاد هېواد سره د کرکټ په تخنیکي ډګر کې مرسته وکړي.“
د ښاغلي یوسفزي وړاندي د بورډ پخواني رئیس ښاغلي عزیزالله فضلي تاجکستان هیواد ته سفر کړی وو او د دې هیواد د کرکیټ فدراسیون سره یې د مرستو او همکاریو ژمني کړي وې.