د کارابين ليګ لپاره د ۱۶۲ کسانو د کرونا ازموينې منفي پايله ورکړې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت
د کارابين ليګ لپاره د سفر کوونکو کسانو څخه د کرونا وېروس ازموينې منفي پايله ورکړه.
ټول ۱۶۲ کسان چې لوبغاړي،د لوبغالي چارواکې،ملاتړ کارکوونکي او مديران پکښې شامل دي ټرينيډاډ او ټوباګو ته د سفر لپاره يې د کرونا پايله منفي سوېده.
د CPL د رسنيو په وينا ،درې لوبغاړي او يو کوچ چې د کرونا وېروس پايله يې مثبته سوې د ټرينيډاډ او ټوباګو د نفوس د ډاډمنتيا پخاطر يې سفر ځنډول سوی.
ويسټ انډيز ته تر سفر ۷۲ ساعتونه وړاندې د ټولو کسانو ازموينه اخيستل سوې وه تر څو ډاډمن سي چې د سفر ټول کسان له خطره خوندي دي.
ټول ۱۶۲ کسان به په هوټل کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين وي او په منظم ډول به يې ازموينه وسي،کچېري کوم لوبغاړی يا بل چارواکی وموندل سي چې ويروس لري هغه به ددې نورو کسانو څخه لېري کړل سي.
د کارابين ليګ د رواني مياشتي په اتلسمه نېټه چې ۱۱ ورځې ورته پاته دې په دوو لوبغالو کې ۳۳ لوبې ترسره سي،چې پايلوبه به د سپټمبر په لسمه وي.
شپږ افغان لوبغاړي ( نور احمد، محمد نبي، راشدخان، قیس احمد ،رحمن الله ګربز او نوین الحق ) پدې ليګ کې اخيستل سويدي.
دا د کارابین لیګ اتم پړاو دی، چې ترسره کیږي او لومړی ځل دی، چې ۶ افغان لوبغاړي په دې لیګ کې اخیستل کیږي.