خبريال: مدثر دعوت
د امريکا متحده ايالاتو د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز نوي مالومات خپاره کړي ،چې تر رسمي شمېرو لس چنده ډېر کسان په کرونا وېروس اخته دي.
ددې مرکز د مالوماتو له مخې د ۲،۳ ميليونو کسانو پرځای ۲۰ ميليونه کسان په کرونا وېروس اخته دې چې د اټکل له مخې د امريکا متحده ايالاتو ۶ سلنه وګړي ناروغان دې.
ددې ادارې مشر ريډ فيلډ د رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې د کرونا د وبا د پيل سره ددې ويروس ازموينه ډېريو کسانو نه وه ورکړې او د ډېريو کسانو معاينه نه وه سوې.
دده په خبره د وينو د نويو نمونو څخه موږ دې پايلې ته رسېږو چې تر ۱۰ برابره ډېر ناروغان لرو.
فيلډ وايي موږ د هغه مېتودونه څخه استفاده کوو چې د مارچ، می او اپريل په مياشتو کې مو کارولي دي.
د امريکا متحده ايالاتو د کرونا وېروس د خپرېدو په پيل کې د ډلئيزي ازموينې لپاره جدي مبارزه وکړه،که څه هم کرونا وېروس په ډراماتيک سرعت خپور سو خو بياهم دې هيواد د نورو هيوادونو په پرتله ډېرې ازموينې واخيستې ، چې وروسته يې د ناروغانو شمېر کم سو خو بياهم ددې هيواد ځينې سيمې د اندېښنې وړ دي.
د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې له خپلو سلاکارانو يې غوښتنه کړې تر څو لارښوونه وکړي چې د کرونا وېروس ازموينې راکمې کړي ،خو اداري مشاور انتوني فوسي دا ډول لارښوونې په کلکه رد کړي که څه هم ټرمپ ويلي وه چې ټوکې نه کوم.
په نړيواله کچه د کرونا وېروس ۹۷۳۹۵۲۲ مثبتې پېښې ثبت سوي چې له امله يې ۴۹۲۳۹۵ کسان مړه سويدي.
په امريکا کې ۲۵۰۴۶۷۶ کسان په کرونا وېروس اخته دي چې له امله يې ۱۲۶۷۸۵ کسان مړه سويدي.