کرونا؛ په هیواد کي د مړینو ډېروالی، اکثريت یې زاړه خلګ دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتې پېښي ورځ په ورځ ډېريږي او د روغتیاپالانو په وینا چې اوس ویروس په خپل اوج کې دئ.
نن د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۷۹۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دې، چې ترڅنګ یې ۳۸۱ تنه ناروغان روغ سوي، خو ۱۳ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دی.
پدې سره په ټول هیواد کې د کرونا ویروس مثبتي پېښې ۲۶،۳۱۰ ته ورسېدې، چې پدې شمېر کې ۵۵۰۸ تنه روغ سوي او ۴۹۱ تنه مړه سوې دي.
د ثبتو سوو معلوماتو له مخي اوس مهال ۲۰،۳۱۱ تنه لاهم په ویروس ککړ دي.

دا هغه شمېر دئ، چې د عامي روغتیا وزارت یې وړاندي کوي او د دولت سره ثبت لري، خو شاید د نا ثبتو سوو مثبتو پېښو او مړینو معلومات تردې ډېر وي.
د کندهار یو اوسېدونکي یاران میډیا ته وویل چې دلته په کندهار کې هره ورځ تر ۱۰ ډېرې جنازې ویني او په روان وخت کې د کرونا ویروس د مړینو شک پر کېږي، ځکه په وینا یې چې پخوا یې داسې نه وو لیدلي.
بلخوا کابل کې قبر کیندونکو رسنیو ته ویلي چې هره ورځ تر ۵۰ پورې قبرونه کیندي او مړي پکښې ښخوي.
کابل کې هره ورځ د کرونا ویروس تر ۳۰۰ ډېرې مثبتي پېښې ثبتیږي او د مړینو په شمېره کي یې هم ډېروالی روان دئ.

د یاران میډیا په فېسبوک پاڼه کې د کرونا ویروس د تازه معلوماتو سره ډېر لوستونکي نظرونه وړاندي کوي، چې په ولایتونو کې یې حالت بد سوی او کرونا ویروس پکښې خورا ډېر خپور سوی دی.
په هیواد کې تراوسه له ۷۰ کلنۍ څخه لوړ ۳۹ کسه، له ۶۰ کلنۍ څخه لوړ ۱۰۰ کسه، له ۵۰ کلنۍ څخه لوړ ۷۴ کسه او له ۴۰ کلنۍ څخه لوړ ۶۹ تنه مړه سوي دي.
تر ۳۹ کلنۍ پورې د مړینو سلنه خورا کښته ده او له دې عمره کښته کسان لږ مړه او ډېر زیات بیا روغ سوې دي.