راپور: بشر درویش
ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د بریتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هیوادونو او سویلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد سره خبرې وکړې.
جمهوررئیس په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو دویمې څپې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان حکومت د هڅو او پلان په نتیجه کې لومړۍ څپه په بریالیتوب مهار شوه او د دویمې څپې د مهارولو لپاره د لومړیتوبونو په تشخیص کار روان دی.
غني وویل:
«د کویډ۱۹ له منفي اغېزو د خلکو د خوندیتوب لپاره حکومت د ملي دسترخوان، ولسي تړون او د روغتیا ملي پروګرام په څېر لویې او ملي برنامې عملي کړې او د دویمې څپې له منفي اغېزو د خلکو د خوندیتوب لپاره د خپلو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لرو.»
اشرف غني د کویډ ۱۹ واکسین د پرمختګونو یادونه وکړه وې ویل، د واکسین په وېش کې باید مستحق او د پرمختګ په حال کې هیوادونو لپاره یو انډول په پام کې ونیول شي چې په ګډه وکولای شو د کویډ ۱۹ واکسین زیانمنو اقشارو ته ورسوو.
جمهوررئیس غني وویل:
«د افغانستان موجود ظرفیتونه، حکومتي او ټولنیز بنسټونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې زموږ د ګډو هڅو پایله ده او دغه مشارکت باید دوام پیدا کړي.»
سوله یو ملي بحث ده
هغه زیاته کړې؛ سوله د خلکو مهمه غوښتنه ده او نن سوله یو ملي بحث دی، نه قومي، سمتي او ژبنی. هغه زیاته کړه، موږ باید د دې پروسې پر پایلو ټینګار وکړو. نننی افغانستان متفاوت دی او ټول افغانان په اساسي قانون کې د ذکر شویو حقونو پر اساس په جمهوري نظام کې ازاد ژوند کولی شي.
نوموړي د سولې پروسې ته په اشارې وویل:
«د افغانستان حکومت د سولې لپاره عمده ګامونه اخیستي، خو متاسفانه د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري او د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوي.»
هغه زیاته کړې؛ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دغه پروسه تضعیفوي او د سولې لپاره زموږ هدف دا دی چې جګړه پایته ورسېږي او یوه سیاسي حللاره پیدا شي. هغه زیاته کړه، سوله ییز، متحد او ډیموکراتیک افغانستان اساسي هدف دی.
تروریزم ضد ګډه مبارزه
ښاغلي غني ترورېزم د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ یاد کړ وې ویل، له دې پدیدې سره باید ګډه مبارزه وشي او ټينګار یې وکړ چې د تاوتریخوالي رامنځته شوی روایت باید لمنځه ولاړ شي.
د بریتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هیوادونو او سویلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد پخپلو خبرو کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړې وې ویل:
«د سولې پر وړاندې ټول خنډونه باید په ګډو هڅو لمنځه یووړل شي او انګلستان په دې برخه کې د افغانستان حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوي.»
طارق محمود احمد وویل، د کویډ ۱۹ واکسین په اړه پرمختګونو ته خوشبین یوو او زموږ هڅه به دا وي چې د پرمختګ په حال کې هیوادونو ته هم ووېشل شي. هغه زیاته کړه، افغانستان زموږ د مرستو په لومړیتوبونو کې قرار لري.