کاناډا د المپيک سياليو ته خپل لوبغاړي نه ليږي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د کرونا ويروس له ويري کاناډا خپل لوبغاړي توکيو ته د المپيک سياليو لپاره نه ليږي.
د کاناډا د المپيک د کميټې له لوري په خبر پاڼي کي راغلي چي د کرونا ويروس د خطر له ويري نغواړي چي لوبغاړي يې دا ځل په المپيک سياليو کي ولوبيږي.
images 2020 03 23t194633115356126538925028. کاناډا د المپيک سياليو ته خپل لوبغاړي نه ليږي!
د المپيک د سياليو مهالويش مخکي خپور سوی او د جولای د ۲۴ څخه د اګسټ تر نهمي نيټې د جاپان په کوربتوب ترسره کيږي.
team canada march 22 2020 13958729275585565472 کاناډا د المپيک سياليو ته خپل لوبغاړي نه ليږي!
د المپيک پر نړيوالي کميټې باندي د نړيوالو روغتيايي او بشري سازمانونو له لوري فشارونه دي چي د سږ کال لوبي راتلونکي کال ته وځنډوي.
داسي مالوميږي چي سږکال به لوبي ترسره نه سي ځکه تر فشارونو وروسته د المپيک نړيوالي کميټې ناسته وکړه او شايد لوبي وځنډيږي خو لاهم رسمي خبرپاڼه نده خپره سوې.
افغان لوبغاړي هم هرکال د المپيک سياليو کي برخه اخلي چي ښې لاسته راوړني هم لري.
images 2020 03 23t194258669444339267900935. کاناډا د المپيک سياليو ته خپل لوبغاړي نه ليږي!
د اُلمپیک لوبي په هرو څلورو کلنو کي یو ځلي تر ۲۰۰ د ډیرو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي،خو سږکال يې د کرونا ويروس له امله خوند نسته.
په نړيواله کچه په کرونا ويروس باندي ۳۳۵۹۹۷ کسان اخته سوي چي له جملې يې ۱۴۶۴۱ کسان مړه سوي او لاهم دا شميره په لوړيدو ده.