د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبريال: مدثر دعوت
د سويلي فريقا د کروګر ملي پارک حيوانات د ځنګلونو راوتلي او پر سړکونو ګرځي.
پخوا به حيوانات يوازي د شپې لخوا د ځنګلونو څخه دباندي ليدل کيدله او په هغه ځايونو کي به ګرځيدله چي د ورځي دخوا انسانانو ترې استفاده کوله،خو د کرونا ويروس خطر اوس هر څه په بل مخ اړولي دي.
111824295 ca174402 611a 400b 8f8d 1678deba0d3e441279584446540636 د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي
د مارچ د ۲۵مي نيټې را پديخوا د سويلي افريقا د کروګر ملي پارک چي بيلابيل حيوانات پکښې دي د انسانانو پر مخ تړل سوی دی.
پړانګان او زمريان به يوازي د شپې لخوا سړکونو ته راوتل خو اوس په عادي ډول د پارکونو څخه دباندي او ياهم په پارکونو کي دننه د ژوند د ارامو شيبو څخه خوند اخلي.
111823623 ff85f4e9 522f 4f96 b103 2955b28f8b9a7877304207750300364 د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي
اوس هم د کروګر پارک ځيني کارکوونکي د حيواناتو د خدمت لپاره او د اړتيا پخاطر هلته سته،هغوی وايي ډير وخت وروسته يوځل بيا حيوانات ارام مالوميږي او داسي مالوميږي چي ځنګلونو ته د انسانانو ورتګ ددوی لپاره سر خوږی دی.
img 20200418 1156482352240376572013499 د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي
د ساوري په نوم کارکوونکی وايي:” زه د حيواناتو څخه ويره لرم،ماچي دا عکسونه نيوله په موټر کي ترې تير سوم، زمريان او پړانګان د موټر سره عادي دي خو که پر پښو ولاړسم خير به مي نه وي.
111823620 4d559f06 a955 4137 abe2 854b22c11eb57193025027007061045 د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي
ددې پارک مسولینو له خلکو غوښتنه کړې چي همداسي په قرنطين کي پاته سي تر څو د ځان او نورو ژوند وژغوري.
20200418 1202097369166056002340877 د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي
ګروګر د سويلي افريقا د غټترينو پارکونو څخه دی چي د ۵ غټو زمريانو په شمول تر سلو ډير حيوانات پکښې ژوند کوي.