کرونا لا هم په چټکۍ خپریږي او پر وړاندي یې ۱۲۰ واکسینونه تر کار لاندي دي

سپینه تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي لا هم په خپل اوج کي دي او نوي مثبتي ورځنۍ پېښي یې تر ۲ لکو پوري رسېدلي دي.
تېره ورځ په نړۍ کي تر بل هر وخت لوړ شمېر او په ریکارډ ډول ۱۹۴ زره مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
خو د کرونا ویروس پر وړاندي په نړۍ کي تر ۸۰ ډېري روغتيايي ډلي په ۱۲۰ واکسینونو اخته دي، ترڅو یو مهم او اغېزناک واکسین چي هیڅ ډول تاوان ونه لري، نړۍ ته وړاندي کړي.
Russia to Start Testing Coronavirus Vaccine on Paid Participants ...
تازه د برېتانیا په ایمپیریل کالیج کي د څېړني یوې روغتيايي ډلي یو نوی واکسین ۱۰۰ تنو د کرونا رضاکارانو ته پیل کړی او دوی به یې پایلي ته په تمه سي.
په نړۍ کي د کرونا ویروس ټولي مثبتي پېښي لس مېلیونو ته رسیږي او اوس مهال ۹،۸ مېلیونه دي.
د ویروس له امله د مړینو شمېر نږدې ۵ لکه دئ او روغ سوي ۵ مېلیونو ته رسیږي.
اوس مهال په نړۍ کي لاهم د کرونا ویروس مرکز امریکا او ددې وچي هیوادونه دي او هره ورځ پکښي په مجموعي ډول تر ۱ لک ډېري پېښي ثبتیږي.
10 things firefighters and paramedics won't tell you - MarketWatch
امریکا کي مثبتي پېښي تر ۲ نیم مېلیونو ډېري سوي، روغ سوي یې تر ۱ مېلیون اوښتي او مړیني یې تر ۱۲۶ زرو ډېري سوي دي.
را وروسته هیواد برازیل دئ، چي مثبتي پېښي یې تر ۱،۲ مېلیونو اوښتي، مړيني يې تر ۵۶ زرو ډېري سوي او لاهم پکښي خورا بد حالت روان دئ.
روسیه چي د کرونا ویروس دریم هیواد دئ، مثبتي پېښي يې تر ۶ لکو اوښتي او مړیني یې ۹ زرو ته رسېدلي دي.
بلخوا هند بیا څلورم هیواد دئ او کرونا ویروس پکښي په چټکۍ خپریږي.
Coronavirus Spread in India Sparks Intolerance Toward Minority ...
مثبتي پېښي یې تر ۵ لکو اوښتي، مړیني یې تر ۱۵ زرو ډېري سوي او روغ سوي پکښي ۳ لکو ته رسیږي.
په اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي بیا ډېري سوي او په برېتانیا، اکراین او فرانسه کي یې نوي مثبتي ورځنۍ پېښي تر ۱۵ سوو پوري رسیږي.
څه باندي یوه میاشت کيږي، چي په اروپايي ځپل سوو هیوادونو کي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي تر ۱۰۰۰ کښته سوي وې، خو اوس یې په دې یادو درې هیوادونو کي بیا مثبتي پېښي ډېري سوي دي.
برېتانیا یې تر ټول ځپل سوی هیواد دئ.
Coronavirus: Why is the UK's COVID-19 death toll higher than other ...
بلخوا په آسیا کي تر روسیې او هند وروسته د کرونا ویروس لا هم په ایران، پاکستان، ترکیه، سعودي عرب، بنګله‌یش، اندونیزیا، قطر، عراق او عمان کي ورځنۍ پېښي زرګونو ته رسیږي او تازه فیلیفین کي مثبتي پېښي تر ۱۰۰۰ ډېري سوي دي.
پاکستان په آسیا کي تر روسيې، هند او ایران وروسته څلورم ځپل سوی هیواد بلل کیږي او مثبتي پېښي یې تر ترکيې ډېري ۱۹۸ زرو ته رسیږي.
پدې هیواد کي مړیني ۴ زرو ته رسیږي او اوس مهال تر ټولو ځپل سوی آیالت یې سند بلل کیږي.
د نړۍ په بله برخه افریقا کي مثبتي پېښي ۳۶۳ زرو ته رسیږي او مړیني یې څه باندي ۹۳۰۰ دي.
Coronavirus Africa: news summary for Saturday 20 June - AS.com
مصر هیواد پکښي تر ټولو ځپل سوئ دئ.
بلخوا په هند او برېتانیا کي د انټي باډي معاینې پیل سوي دي او په زیات شمېر خلګو ورته مخه کړې او دا معاینه ترسره کوي.
ددې معاینې پایله داسي ده، چي په کرونا ویروس مخکي اخته سوي او روغ سوي معلوموي او هم هغه چي د کرونا ویروس یې تېر کړی وي.