کرونا ویروس له الهي حکمته ډک عذاب.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: فضل الله فضلي
په نني زمان کي د نړۍ د ابر قدرت ممالکو؛ لکه: امریکا، چین، جرمنی، ایټالیا، ایران، روسیې او نورو ترمنځ د فکري جګړې ترڅنګ اقتصادي جګړه په لویه کچه روانه ده، چي زیان یې کمزوري هیوادونو ته هم رسیږي.
داچي کرونا ویروس جوړه سوې بکټریا ده او په بې احتیاطۍ کي د انسان د وژولو لامل کیږي، معلومه نه ده، چي د کوم هیواد لخوا پر کوم هیواد باندي د بیولوژيکي وسلې د استعمال په توګه کار سوه.
خو دا معلومه خبره ده، چي دا هر څه زموږ د الله ﷻ په اراده کیږي او له شکه پرته چي دې ته الهي عذاب ویلای سو.
داسي عذابونه په پخوا وختونو کي ډېر راغلي دي، ځینو یې ډېر انسانان د مسلمانانو په ګډون ختم کړي او ځیني ویروسونه سمدستي ختم سوي دي.
اوس د کرونا ویروس تقریباً ټوله نړۍ نیولې ده او په امریکا او اروپايي هیوادنو کي خورا پراختیا کوي.
Image result for world with coronavirus
په اوسنۍ نړۍ کي کفر غالب دئ، د دنیا په سطحه کوښښ کیږي، چي مسلمانان او او اسلام دین کمزوره او نیمګړي معرفي کړي، نه یوازي دا بلکه پر مسلمانو سخت ظلمونه هم سوي او روان دي.
له دې جملې چین پر اوېغور مسلمانانو، هند د توکم او مذهب پالني پر اساس پر هندي مسلمانانو، امریکا پر افغانستان، عراق، سوريې، اسرائیلو پر فلسطینانو او یو شمېر نورو هیوادونو کي د کفارو سخت ظلمونه او تېري پر مسلمانانو سوي لا هم روان دي.
د مال، عزت، ناموس او نور سخت زیانونه یې ورته اړولي دي، ولي؟
مسلمانان ساتونکئ نه لري؟ اسلام دفاع کوونکئ نه لري؟
هو! لري یې! هغه هغه رب ﷻ دئ، چي په خپله خوښه یې همدغه اسلام، مسلمان او کفر پیدا کړئ دئ، تاریخ شاهد او کائینات ټول ځواب ویونکي دي.
داچي له عثماني خلافته وروسته بل پر اسلام مین خلافت راښکاره نه سو، نو مسلمانان ډېر کمزوره سوه، په عامه اصطلاح که ووایه، له ډېرو اسلامي ارشاداتو سرغړوونکي سول او اسلام ته یې شا کړه.
نړۍ اوس پر اقتصاد ولاړه ده، ټکنالوژي رامخته سوې، مختلفي لويي فابریکي فعاله دي، انسانان د مختلفو جزیرو ته په سیاحتونو روان دي، سمندرونو او سیندونه کي کښتۍ او اب ګوټونه روان دي، ځنګلونه رېبل کیږي او مېله ځایونه کیږي، بشریت ډېر سو، انسانان پراخه او د نړۍ کونج کونج ته ورسېدل او نور، خو دا ټولو د نړۍ په آب و هوا مستقیم اغېز کړئ او چټل کړي یې دي.

په تېرو څو لسیزو کي هوا ډېره ګرمه سوې او نړۍ د یو لوی اقلیمي بدلون سره مخ ده.
اقلیمي بدلون د نړۍ لوی سرمایه داران، د هوا پېژندني ادارې، لوی هیوادونه، مختلف سازمانونه او نور په ډېر تشویش کي اچولي، چي دا به د بشریت د ژوند ختمېدونکي وي او پر همدې اساس د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅي یې په پراخه پیمانه شروع کړي دي.
دوی څه فکر کوي چي نړۍ ختمیږي، پر مسلمانانو د روانو ظلمونو بعث خاص ګیر نسته؟ او د نړۍ آب و هوا به داغسي وي؟
یا! د اسلامي احکامو او الهي وړاندوینو سره سم به عیسي ع راځي، جوج او ماجون په راوځي، جدال په ښکاره کیږي او مهدي اخیر زمان به راځي، اسلامي نظام به بیا پر نړۍ واقع کیږي او له هغه وروسته د قیامت وړاندوینه سوې ده.

اوس په کرونا ویروس کي څه حکمت کېدای سي؟

د نړۍ په تازه خبرونو کي راځي چي امریکا، ایټالیا، فارانسه، جرمنی او نور قوي هیوادونه کرونا سخت ځپلي او هره ورځ تر زرو ډېري نوي پېښي پکښي ثبتیږي او سلګونه مړي ورکوي.
چین یې هم سخت وځپئ.
د کرونا ویروس له امله د نړۍ سیاحتونه بند سول، جزیرې خالي سوې، انسانان قرنطین سوه، کښتۍ ودرېدې، فابریکې بندي سوې، د خلګو ګڼه ګوڼه کمه سوې او کورونو کي پاته دي، چټلي بنده یا ډېره زیاته کمه سوې، مځکه تشه او ټول هغه کارونه او چاري په درېدو دي چي د انسانانو لخوا کیږي.
د کرونا ویروس الهي حکمت دادئ، چي د نړۍ آب و هوا بیا پر تازه کېدو ده، طبیعت ښایسته کیږي، نباتات لویيږي، شنګیاوي ادامه پیدا کوي، حیوانان پر ارامه کیږي او نړۍ او مځکه د یو څه مودې لپاره د ارامۍ خواته ځي او په نوي ډول رامخ ته کیږي.

کرونا یو ختمېدونکې ناروغي او ویروس دئ، خو دا چي څه وخت به له منځه ځي؟ څه وخت به یې الله ﷻ د ختمېدو اراده او عمل کوي؟ وخت به یې ځواب وايي.
خو دا غلطه خبره ده، چي کرونا او ورته نوري ساري ناروغۍ مسلمانان نه نیسي.
د اوس لپاره به موږ ټوله د کرونا د ناروغۍ پر وړاندي مبارزه کوو او ددې ویروس د مخنیوي کوښښ به کوو.
بې له ټینګه ضرورته باید له کوره ونوځو، رخصتي واخلو او د یو څه مودې لپاره خپل ځانونه کور کي وساتو.
هر هغه څوک چي زوکام، شدیده تبه، تفس تنګي، خولې، ټوخی او نور علایم په یو وخت کي په ځان کي وویني، نو سمدستي دي روغتون ته مراجعه کوي او تر هغو دي خپل ځان قرنطین کوي، ترڅو چي د داکټرانو ډاډ ترلاسه کوي.
ددې ټولو ترڅنګ ددې الهي عذاب څخه د خلاصون په خاطر باید خیرات وسي، عبادات ټینګ او په صحیح طریقه وسي او لوی رب ﷻ ته دعاګاني او خواستونه وسي.

1 Comment

Comments are closed.