کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ورځنی شمېر تر ۳۰۰ کښته سوی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ثبت سوي پېښي له ۳۰ زرو اوښتي او اوس مهال ۳۰۶۱۶ ته رسېدلي دي.
پدې شمېر کي ۷۰۳ تنه مړه سوي او ۱۰،۶۷۴ تنه بیا له ویروسه روغ سوي دي.
اوس مهال له دولت سره ۱۹،۲۳۹ تنه ثبت سوي، په کرونا ویروس لاهم اخته دي.

په تېرو څو ورځو کي په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي تر ۳۰۰ کمي سوي او نن هم تر ۱۶۵ پوري مثبتي پېښي د هیواد په ۱۳ ولایتونو کي ثبتي سوي دي.
ددې ترڅنګ د ۲۰ تنو مړینو او ۳۶۸ تنو د روغېدو خبر ورکول سوئ دئ.
بلخوا د عامي روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني ویلي چي په هیواد کي د کمو اسانتیاوو له امله لاهم کره شمېر د کرونا ویروس معلوم نه دئ.
Image may contain: 3 people
نوموړي دا څرګندوني کندهار ولایت ته په خپل سفر کي کړي او همداراز یې په ټول هیواد کي د یوې نوي څېړني، چي له لاري به یې په ټول هیواد کي د کرونا ویروس کره شمېر معلوم کړي، د پیل خبر ورکړ.
ښاغلی عثماني په کندهار کي د کرونا پیسو پر وړاندي د راپورته سوو جنجالونو وروسته سفر وکړ او وې ویل چي ډېر ژر به په کندهار کي د ۱۰۰ مېلیونو افغانیو څخه د مصرف سوو پیسو او فساد په اړه معلومات خپاره کړي.