خبریال: فضل الله فضلي
په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ورځنۍ پېښي تر ۶۰۰ پوري پورته سوي دي او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي.
له تېري یوې اونۍ راهسي په هیواد کي د کرونا وبا ۴۳۶۰ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټول هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۳۰۳۶ ته ورسېدې.
له دې ویروسه ۱۲۰۹ تنه روغ سوي او ۲۳۵ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
په هیواد کي د ویروس د ورځنیو پېښو شمېر په داسي مهال کي پورته سو، چي اختر ته لږ ورځي پاته وې او خلګو د اختر د اړتیاوو د پوره کولو لپاره قرنطینونه مات کړل.
د کرونا ویروس ترڅنګ د هیواد په ځینو سیمو کي محرقي تبي هم ډېري سوي دي.
په کندهار کي له تېرو دوو میاشتو راهسي خلګ د کرونا ترڅنګ په زیاته اندازه له محرقي تبي تېریږي او ننګرهار کي بیا د کرونا او محرقي تبي د معلومولو لپاره پلاوي استول سوي دي.
نن د عامي روغتیا وزارت یوازي د ۸ ولایتونو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر وړاندي کړ، چي ۵۸۱ مثبتي پېښي دي.
تر ټولو ډېري یې په کابل کي ۲۳۳ دي، ورپسې هرات ۱۳۹، بلخ ۲۲، پکتیا ۲۰، پروان ۱۴، فراه ۲۱، پنجشېر ۲۷ او فاریاب ۱۵ مثبتي پېښي لري.
له تېرو لسو ورځو راهسي د کندهار د کرونا ویروس شمېري نه دي وړاندي سوي، ځکه پدې ولایت کي د ویروس د نتیجې معلومولو لابراتوار کي ستونزه پیدا سوې ده او د هیڅ کوم ناروغ معایناتو نتیجه نه ده معلومه.
بلخوا نن د عامي روغتیا وزارت څخه د پلاوي د راتک او د یادي ستونزي د حل خبر هم ورکول سوئ دئ.