کرونا؛ کابل کي د قرنطین له ماتېدو سره ویروس په چټکۍ خپریږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبریال: فضل الله فضلي
په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۹۰۰۰ ته نږدې سوې او تراوسه په ټول هیواد کي ۸۶۷۶ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
په دوو ورځو کي تر ۱۰۰۰ پوري پېښي ثبت سوي دي.
په هیواد کي د نن مثبتي پېښي ۵۳۱ دي، چي ترڅنګ یې ۸ کسه له ویروسه روغ سوي او ۶ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
یاد ۶ کسه په کابل، لوګر، پنجشېر او کندهار ولایتونو کي مړه سوي دي.

د نن په مثبتو پېښو کي تر ټولو ډېري په کابل کي ۲۷۴ ثبت سوي، وروسته بیا په هرات کي ۶۹ مثبتي پېښي سوي دي.
له دې سره په ټول هیواد کي د کرونا وبا له امله ۱۹۳ کسه مړه سوي او ۹۳۸ تنه بیا روغ سوي دي.
د هیواد په پلازمېنه کابل کي تر نورو ټولو ولایتونو د ویروس مثبتي پېښي ډېري دي، چي ۲۷۶۷ ته رسیږي.
پدې ولایت کي د ویروس د پېښو ډېرېدل پدې وروستیو کي د خلګو لخوا د ګرځبندیز نه مراعتول او د باندي راوتل یاد سوي دي.
Afghanistan:Air pollution more dangerous than civil war
هرات دوهم ولایت دئ، چي د ویروس ۱۴۱۴ مثبتي پېښي لري او بلخ دریم ولایت سو، چي د ویروس مثبتي پېښي پکښي ۶۷۷ ته ورسېدې.
په ننګرهار کي ۲۰، کابل او هرات کي ۲۵-۲۵ او بلخ کي بیا ۲۹ تنو خپل ژوند د ویروس له امله له لاسه ورکړئ دئ.
همداراز بیا په کابل کي ۲۹۰، هرات کي ۲۰۱، بلخ کي ۲۶، کندهار کي ۴۳، ننګرهار کي ۱۲، پکتیا کي ۵۹، بغلان کي ۳۱ او پاتو نور ولایتونو کي هم لسګونه تنه له ویروسه روغ سوي دي.
د عامي روغتیا وزارت وايي چي په لویه اندېښنه کي لوېدلئ، ځکه په هیواد کي خلګو په خپل سر ګرځبندیز مات کړی او له امله یې د ویروس د مثبتو پېښو شمېر څو برابره لوړ سوئ دئ.
دوی له خلګو په ټینګار غوښتنه کوي چي ګرځبندیز دي مراعت کړي، ترڅو د ویروس د نور خپرېدو مخنیوی سوی وي.