خبریال: فضل الله فضلي
په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي او اوس مهال تر ۴،۸ میلیونو خلګو پوري په ویروس اخته سوي دي.
همداراز بیا له دې ویروسه څه باندي ۳ لکه ۱۹ زره کسان مړه سوي او تر ۱،۸ میلیونو ډېر کسان روغ سوي دي.
د نړۍ په لراوبر کي اوس هم هره ورځ تر ۹۰ زرو پوري مثبتي پېښي ثبتیږي، چي ډېري یې په امریکا، برازیل او د روسيې په هیوادونو کي دي.
کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي امریکا تر نورو ټولو هیوادونو څو برابره ځپلې ده.
امریکا اوس مهال څه باندي ۱۵ لکه ۵۴ زره مثبتي پېښي لري، چي لدې جملې یې بیا تر ۹۲ زرو پوري مړه سوي او تر ۳ نیم لکو ډېر روغ سوي لري.
همداراز پدې هیواد کي له ویروسه د مړو سوو کسانو شمېر هم تر نورو ټولو هیوادونو څو برابره لوړ دئ.
دوهم هیواد روسیه دئ، چي د ویروس مثبتي پېښي یې ۳ لکو ته رسیږي او اوس مهال تر ۲۹۹ زرو ډېري مثبتي پېښي لري.
په روسیه کي اوس هره ورځ تر ۱۰ زرو پوري مثبتي پېښي ثبتیږي او له ټولو ۲۹۹ زرو تنو یې تر اوسه ۲۸۰۰ کسه مړي سوي دي.
دریم هیواد برازیل دئ، چي اوس د ویروس ورځنۍ مثبتي پېښي ډېري تر ۱۳ زرو پوري لري.
ددې هیواد په لویو ښارونو کي عامه روغتونونه له خلګو ډک دي او نږدې ده چي روغتیايي سیسټم یې فلج او سخت وځپل سي.
په برازیل کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۲۵۷ زرو تنو ډېر سو او مړي یې هم تر ۱۷ زرو پوري رسیږي.
هلته بیا د روغ سوو کسانو شمېر تر یو لک واوښتئ.
اروپايي هیوادونه فرانسه، هسپانیا، برېتانیا، ایټالیا او جرمنی په ګډه د ورځنیو پېښو شمېر تر ۵ زرو پوري لري.
هلته د ویروس نوي مثبتي پېښي کمي سوي او بندیزونه یې ورځ په ورځ کمیږي.
په آسیا کي تر روسیې وروسته ترکیه، ایران، هند، بنګله دېش، پاکستان، سعودي عرب او قطر اوس د ورځنیو پېښو شمېر زرګونه لري.
شاوخوا یوه اونۍ کیږي، چي په یادو آسیايي هیوادونو کي د ویروس د مثبتو پېښي شمېر همداسي روان دئ، چي هیڅ نه دئ کښته سوئ.
د نړۍ په بل اړخ افریقا کي بیا د ویروس ورځنۍ مثبتي پېښي ۴ زرو ته رسیږي.
د کرونا ویروس که په افریقا کي ډېر خپور سي، نو افریقايي هیوادونه به په یوه کال کي تر ټولو ډېر سخت وځپي او میلیونونه مړي به ورکړي، دا ځکه چي افریقا تر نوري نړۍ غریبه وچه ده او له روغتیايي اړخه هم کمزورې ده.
اوس مهال په افریقا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۹۰ زرو واوښتې، چي مړي یې ۲۹۰۰ او روغ سوي یې ۳۵ زرو ته رسیږي.