خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د تائيد سوو مثبتو پېښو شمېر تر ۴،۶ میلیونو واوښتئ.
همداراز ددې ویروسه څخه د مړو سوو کسانو شمېر تر ۳ لکو واوښتئ او تراوسه ۳۱۳ زره تنه ځني مړه سوي دي.
له ویروس څخه د روغ سوو کسانو شمېر بیا تر ۱،۷ میلیونو ډېر سو.
امریکا د ویروس لرونکو هیوادونو څخه لومړی هیواد دئ، چي تراوسه یې د مثبتو پېښو شمېر له دوهم هیواد څخه څو برابره لوړ ۱،۵ میلیونه دئ.
همداراز دې هیواد تر نورو ټولو هیوادونو ډېر ۹۰ زره مړي ورکړي او پکښي له ویروسه بیا تر ۳۴۰ زرو ډېر کسان روغ سوي هم دي.
تازه يې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چي د اقتصاد د بیا راپورته کېدو لپاره به ډېر ژر په امریکا کي کاروبارونه بیرته پیل کړي.
د نړۍ له بل اړخه بیا روسیه د ویروس لرونکو هیوادونو په قطار کي دوهم هیواد ته راپورته سو او هسپانیا یې شاته کړه.
په روسیه کي د ویروس مثبتي پېښي په ډېري چټکۍ سره ۲ لکه ۸۲ زرو ته ورسېدې.
پدې هیواد کي د عیسوۍ می میاشتي له لومړۍ نېټې څخه له ۱۷۵ زرو څخه ډېري پېښي ثبت سوي، چي ورځنی شمېر یې تر ۱۰ زرو ډېریږي.
ددې ترڅنګ یې د ویروس څخه د روغ سوو کسانو شمېر ۶۸ زرو رسیږي او مړي یې له ۲۶۰۰ تنو څخه اوړي.
بلخوا بیا برازیل له ایټالیا څخه پنځم ځای ونیوی، چي د ویروس مثبتي پېښي یې ۲۳۳ زرو ته رسیږي، مړي یې ۱۶ زرو ته او روغ سوي یې ۹۰ زرو ته رسیږي.
دریم هسپانیا، بیا برېتانیا، شپږم ایټالیا، ورپسې فرانسه او جرمني هغه اروپايي هیوادونه وه، چي له چین او ایران وروسته یې د ویروس ډېري مثبتي پېښي درلودې، خو پدې وروستیو څو ورځو کي یې مثبتي پېښي کمي سوي او کاروبارونه ته پکښي اجازه ورکول کیږي، چي بیا پرانیستل سي.
بلخوا بیا په آسیا کي له روسیې وروسته ترکیه، هند، پاکستان، سعودي عرب، ایران، قطر، بنګله دېش او تازه کویټ هغه هیوادونه دي، چي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي یې له زرو اوړي او حتی زرګونو ته رسیږي.
په چین کي که څه هم کاروبارونه ته د بیا پرانیستلو اجازه ورکول سوې، خو ویروس له پکښي بشپړ ورک نه دئ او اوس مهال هره ورځ تر ۱۰ پوري مثبتي پېښي لري.
د کرونا ویروس لومړی په چین هیواد کي راښکاره او بیا نوري نړۍ ته انتقال او خپور سو.
د نړۍ په بله برخه افریقا کي بیا د ویروس ننۍ مثبتي پېښي ډېري لږ ۷۳۱ دي، چي تېره ورځ یې تر ۴ زرو پوري مثبتي پېښي لرلې.
افریقايي هیوادونه چي اکثریت یې غریب هیوادنه دي، د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بشپړ وس او توان نه لري.
په همدې خاطر نړیوال او په خاص ډول د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه لري، چي که چیري هلته د ویروس سره سمه مبارزه ونه سي نو بشري ناورین به رامنځ ته سي.
په افریقا کي د ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۸۴ زرو لوړ سو، چي تر ۲۸۰۰ پوري مړه او ۳۳ زرو پوري روغ سوي لري.