نړۍ او کرونا؛ جګړه ځپلی یمن د ویروس تر تازه خطرونو لاندي راغلی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۴،۵ میلیونو ته ورسېدئ.
د جان هاپکنز پوهنتون د تائید سوو شمېرو له مخي چي له ټولو ۴۵ لکو کسانو څخه یې ۳ لکه مړه سوي، ۱،۶ میلیونه روغ سوي او لاهم له ۲،۵ میلیونو څخه ډېر په اخته دي.
د کرونا ویروس لاهم په نړۍ کي په خپل اوج کي خپریږي او هره ورځ یې مثبتي پېښي د ۹۰ زرو شاوخوا وي.
اوس تازه د یمن هیواد څخه راپورونه ښيي چي هلته د کرونا ویروس مثبتي پېښي په ډېرېدو دي.
UN reports 'significant progress' on Yemen ceasefire amid rising ...
یمن چي کلونه کیږي، کورنۍ جګړې سخت ځپلی او اوس د نوي نړیوالي وبا تر خطرونو لاندي دئ.
په یمن کي د ۳۰ میلیونو کسانو لپاره یوازی سلګونه د بسترېدو ځایونه سته، چي د ویروس څخه د خلاصون لپاره به خلګ پکښي تداوي کیږي.
په یمن کي د ویروس لومړۍ پېښه د عيسوۍ اپرېل میاشتي پر ۱۰مه نېټه ثبت سوې وه، چي اوس مهال یې تازه پېښي ۲۱ دي او ټولي پېښي یې ۱۰۶ ته رسیږي، چي یو نفر ځیني روغ سوي دي.
بلخوا د ویروس څخه تر ټولو ځپل سوي هیواد امریکا بیا پر یمن تازه خپلي مرستي هم بندي کړي دي.
US reports 22,020 coronavirus deaths, 555,313 cases
په امریکا کي لاهم د ویروس مثبتي پېښي د ورځي تر ۳۰ زرو پوري ثبتیږي.
هلته په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱،۴ میلیونو لوړ سو.
دا هیواد د نړۍ تر ټولو ډېر مړي هم له ویروسه لري، چي شمېر یې ۸۷ زرو ته رسیږي او له ویروسه بیا تر ۳ لکو ډېر کسان روغ سوي دي.
روسیه چي د ویروس لرونکو هیوادونو په قطار کي دریم دئ، لاهم د ورځي تر لس زرو ډېري مثبتي پېښي لري.
Rusia anunță un număr record de noi cazuri de coronavirus
دا هیواد د هسپانيې د مثبتو پېښو سره ۲۰ زره توپیر لري او ډېر ژر به د ویروس لرونکو هیوادونو کي دوهم هیواد سي.
هلته له تېرو دوو اونیو څخه د ویروس مثبتي پېښي په پراخ ډول ډېري سوي، چي اوس مهال یې ټولي مثبتي پېښي تر ۲۵۲ زرو اوړي.
د مړو سوو شمېر یې تر ټولو ځپل سوو هیوادونو لږ دئ او ۲۴۰۰ ته رسیږي.
برازیل بیا شپږم هیواد سو، چي مثبتي پېښي یې تر ۲ لکو ډېري سوې.
Burials Triple, and Manaus Cemetery Opens Mass Graves for ...
هلته ویروس تر ۱۴ زرو پوري خلګ مړه کړي دي.
اروپا اوس مهال تر لسو زرو پوري ورځنۍ پېښي لري او د ویروس مثبتي پېښي پکښي ورځ په ورځ کمي ثبتیږي.
له روسيې وروسته نور آسیايي هیوادونو ترکیه، ایران، هند، سعودي عرب، پاکستان، قطر او بنګله دېش اوس مهال تر زرګونو پوري مثبتي پېښي لري.
بلخوا په افریقا کي د ویروس ورځنی شمېر تر ۳ زرو پوري رسیږي.
Follow the Money is tracking coronavirus spending in Africa - CNN
نړیوال سازمان یوځل بیا خبر ورکړئ دئ، چي که چيري په افریقا کي اوس مهال د ویروس سره سمه مبارزه او احتیاطي ګامونه وانه خیستل سي، نو تر یوه کال پوري به هلته تر سلګونو میلینو پوري کسان په ویروس اخته او لسګونه میلیونه به ځیني ومري.
ټوله افریقا اوس مهال د ویروس مثبتي پېښي تر ۷۸ زرو ډېري لري، چي ویروس تر ۲ زرو ډېر کسان مړه کړي او تر ۲۹ زرو پوري ځني روغ سوي دي.