کرونا؛ په هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي ۵۰۰۰ ته رسیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت وايي د نویو ۲۸۱ مثبتو پېښيو د ثبت سره په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي څه کم ۵۰۰۰ ته ورسېدې.
اوس مهال په ټول هیواد کي ثبت سوي مثبتي پېښي ۴۹۶۳ دي، چي له جملې یې ۱۲۷ تنه مړه سوي او ۶۱۰ تنه روغ سوي دي.
نوي پېښي په پلازمېنه کابل کي ۸۴، بلخ کي ۳۳، هرات ۱۲، کندهار، ۱۳، پکتیا ۱، نیمروز ۲، ننګرهار ۲۰، بادغیس ۲۰، هلمند ۷، غور۲، تخار ۱۴،میدان وردګ ۲۸، بغلان ۱، سمنګان ۱، جوزجان ۴، فاریاب ۱، کندز ۵، پروان ۴، کاپیسا ۳، بدخشان ۳، سرپل ۵ او ارزګان یوه مثبته پېښه لري.
د نویو ثبت سوو شمېرو ترڅنګ ۵ تنه مړه سوي دي.
په افغانستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ورځ تربلي ډېریږي او تر ټولو ډېري پېښي د هیواد لوی ښارونه؛ لکه: کابل، هرات او بلخ لري.
د ویروس نوي ډېري مثبتي پېښي هم په یادو ښارونو کي د قرنطین سربېره ثبتیږي.
په ټولنیزو رسنیو کي د ځینو سرچینو په یادولو سره خبرونه خپاره سوي وه، چي حکومت پلان لري، تر اختر وروسته په هیواد کي هر ډول قرنطین او ګرځبندیزونه پای ته ورسوي.
خو حکومتي چارواکي وايي چي دا خبر حقیقت نه لري، بلکه حکومت پر یو تګلاره کار کوي، چي څنګه بیرته په احتیاطي ډول قرنطین پای ته ورسوي او خلګو ته د کاروبار د بیا پېلېدو زمینه برابره کړي.