خبریال: فضل الله فضلي
په نړیواله کچه په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴،۲ میلیونو ډېر سو.
د جان هاپکنز پوهنتون د تائید سوو معلوماتو له مخي کي له دې ویروسه د مړو سوو کسانو شمېر ۲ لکه ۹۰ زرو ته رسیږي او روغ سوي کسان تر ۱۴ نیم لکو ډېر سوي دي.
له دې سره چي اوس مهال په نړۍ کي د کرونا وبا مثبتي پېښي په خپل اوج کي دي او هر ورځ تر ۹۰ زرو پوري پېښي ثبتیږي، خو بیا هم ځیني هیوادونه غواړي، چي د اقتصادي کړکېچ څخه د ځان خلاصولو لپاره بندیزونه لیري کړي.
امریکا کي چي د نړۍ تر ټولو ځپل سوی هیواد دئ، یو څه موده پکښي بندیزونه وه، خو بیرته یې ولسمشر او چارواکو بندیزونه ځکه لیري کړي، چي هیواد کي یې اقتصاد مخ پر کښته روان سو.
امریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۱،۴ میلیونو ته رسیږي او مړي یې ۸۳ زرو ته رسیږي.
بلخوا روسیه دریم هیواد سو، چي د کرونا ویروس مثبتي پېښي پکښي ډېري ثبت سوي دي.
له هسپانيې وروسته روسیه تر ۲۳۲ زرو ډېري مثبتي پېښي لري، خو مړي یې تر ټولو ځپل سوو هیوادونو ډېر لږ ۲ زره دي.
په روسیه کي د کرونا ویروس په چټکي خپرېدا سره سره له دوو اونیو وروسته لنډمهاله ګرځبندیزونه بیرته لیري سوي دي.
حکومت یې دا کار ځکه کوي، چي هیواد کي یې اقتصاد ونه لوېږي.
بلخوا په ایران کي چي اوس هم هره ورځ تر زرو ډېري مثبتي پېښي لري، ځیني بندیزونه د عبادتونو په شمول لیري سوي دي.
په اروپا کي له دوو اونیو راهسي د ګرځبندیزونو د نرمېدو خبري رواني دي، آن ځيني بندیزونه یې د ورزش په شمول لیري سوي دي.
په چین او جنوبي کوریا کي بیا د کرونا لسګونه مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
دا پېښي پدې هیوادونو کي په داسي مهال کي ثبتیږي، چي دواړو هیوادونو تر ډېره پوري بندیزونه لیري کړي دي.
د نړۍ له بله اړخه په برازیل کي نوي پېښي تر ۱۰ زرو کمي سوي او آسیايي هیواد ترکیه کي بیا تر ۱۵ سوه پوري راکښته سوي دي.
په مجموعي ډول باید ووایو، چي د کرونا وبا په خپرېدو سره د ډېرو هیوادونو حکومتونو ګرځبندیزونه او قرنطینونه ډېر کړل، ځیني هیوادونه وتوانېدل د کرونا د پراخېدو مخه ونیسي، خو په ځینو هیوادونو کي ددې چاري ګټه نه لیدل کیږي.
اوس مهال د نړۍ لوی اقتصادي هیوادونه او وچي نه غواړي، چي اقتصادي مشکلات او کمزوره کېدل یې ادامه پیدا کړي، نو يې د خلګو څخه غوښتي چي احتیاط خپله وکړي او په تدریجي ډول ګرځبندیزونه لیري کوي او کاروباورنو ته اجازه ورکوي.