نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي تر ۴ میلیونه ورسېدې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبریال: فضل الله فضلي
د نړۍ په مختلفو برخو کي لاهم د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ثبتیږي او نن په ټوله نړۍ کي د مثبتو پېښو شمېر تر ۴ میلیونه ډېر سو.
د جاهن هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي، چي له یادي شمېرې څخه تر ۲ لکه ۸۰ زرو تنو ډېر مړه سوي او روغ سوي کسان بیا ۱،۴ میلیونو ته رسیږي.
نړۍ تېره ورځ بیاهم تر ۸۸ زرو پوري مثبتي پېښي لرلې او د نن پېښي (تراوسه) تر ۴۰ زره پوري ډېري ثبت سوي دي.
COVID-19: Seven new cases in Kerala on Sunday, Kasaragod becomes ...
اوس مهال هره ورځ نوي مثبتي پېښي په امریکا کي تر ۲۰ زرو ډېري، روسیه او برازیل کي تر ۱۰ زرو ډېري ثبتیږي.
له دې هیوادونو وروسته نوي زرګونه مثبتي پېښي برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا، ترکیه، ایران، کاناډا، پیرو، سعودي عرب، مکسیکو، پاکستان، هند، چیلي او قطر هیوادونو کي ثبتیږي.
د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي تر ټولو ډېره لومړی امریکا ځپلې، بیا هسپانیا، ایټالیا، برېتانیا او په دې دوو وروستیو اونیو کي په روسیه کي تر ۲ لکو پوري پېښي رسېدلي دي.
Coronavirus: Italy death toll rises by another 683 | Metro News
امریکا په ویروس د اخته سوو او مړه سوو کسانو د نړۍ څلورمه برخه شمېرې لري.
پدې هیواد کي تر ۱،۳ میلیونو پوري کسان په ویروس اخته سوي او تر ۸۰ زرو پوري مړي لري.
اروپايي هیوادونه تر ۱،۶ میلیونو پوري په ویروس اخته سوي کسان لري او مړي یې ۱۵۱ زرو ته رسیږي.
په آسیايي هیواد روسیه کي ویروس ډېر چټک سوئ دئ، چي اوس مهال ټوله آسیا تر ۱۶ زرو پوري مړي لري او په ویروس اخته سوي کسان تر ۶ نیم لکو اوښتي دي.
Russia reports new record daily rise in coronavirus cases, Europe ...
په آسیا کي له چین، ایران، ترکیې او روسيې وروسته په هند، پاکستان او سعودي عرب کي د ویروس مثبتي پېښي ډېري سوي دي.
ویروس په هند کي تر ۲ زرو پوري، سعودي کي تر ۳۰۰ پوري او پاکستان کي تر ۷۰۰ پوري مړه کړي دي.
تراوسه هند ټولي تر ۶۳ زرو پوري، پاکستان تر ۲۹ زرو پوري او سعودي بیا تر ۳۸ زرو پوري مثبتي پېښي لري.
بلخوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکوي، چي د کرونا ویروس شتون به په نړۍ کي تر څو کلونو پوري وي.
Africa lockdowns begin as coronavirus cases above 1,000
دې سازمان نن ویلي که په افریقا کي ویروس سم کنټرول نه سي، نو افریقا تر ناورینه رسوي او د مړو شمېرې به یې تر ۱ لکو ۹۰ زرو واوړي.
افریقايي هیوادونه اوس مهال تر ۶۲ زرو پوري مثبتي پېښي لري او مړي یې له ۲۲ سوو اوښتي دي.