خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ تائید سوي مثبتي پېښي ۳۷۷۸ ته ورسېدې، چي په پنځو ورځو کي د می میاشتي له دوهمي نېټې تر ننه پوري له ۱۰۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د عامي روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له ویروسه ۱۰۹ تنه مړه سوي او ۴۷۲ تنه روغ سوي هم دي.
نوي پېښي په هرات کي ۵۷، کابل کي۵۰، بلخ ۳۱، کندهار ۱۷، جوزجان ۱۱، پکتیا ۹، غور ۸، کنړ ۷، لوګر۶، ننګرهار ۵، فاریاب ۴، زابل ۳، پکتیکا ۳، لغمان ۲ او خوست هم ۲ مثبتي پېښي لري.
د کرونا ویروس مثبتي پېښي د هیواد په هغو لویو ښارونه کي لاهم تر ټولو ډېري ثبتیږي، کوم چي پکښي قرنطین او ګرځبندیزونه روان دي.
تېره ورځ د عامي روغتیا وزارت تائید کړه، چي ددې وزارت وزیر فیروزالدین فیروز د کرونا ټیسټ مثبت سوئ دئ.
د ښاغلي فیروز ټیسټ په داسي محال کي مثبت اعلان سو، چي هغه د مشرانو جرګې لخوا ددې جرګې په استجوابیه غونډو کي د ولسمشر د سلاکار وحید عمر په شمول د نه حاضرېدو په صورت کي لويي څارنوالۍ ته معرفي سوئ وو.
نن د څلورم ځل لپاره د افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالرو مرسته اعلان سوه، چي دا ځل د نړیوال بانک لخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره دي.
د ویروس سره د مبارزې لپاره تردې مخکي هم دغه بانک، اروپايي ټولني او د پیسو نړیوال صندوق د سلګونو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې وه او پیسې یې افغان حکومت ته سپارلي دي.