نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي د افغانستان په ټولو ولایتونو کي ثبت سوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي، چي نن یوه پېښه په پاتي نورستان ولایت کي هم ثبت سول.
په افغانستان کي ددې ویروس ټولي مثبتي پېښي ۳۳۹۲ ته ورسېدې، چي له دې جملې یې ۱۰۴ تنه مړه سوي او ۴۶۰ تنه رغېدلي دي.
د نن ثبت سوي مثبتي پېښي ۱۶۷ دي، چي په کابل کي ۷۶، هرات ۳۲، کندهار ۱۴، بلخ ۴، پکتیا ۴، ننګرهار ۱۱، لورګ ۸، لغمان ۱، هلمند ۱، سمنګان ۱، بغلان ۴، فاریاب ۹، کنړ ۲ سرپل او نورستان کي ۱ مثبته پېښه ثبت سوې ده.

نن ددې نویو شمېرو ترڅنګ له ویروسه ۹ تنه مړه سوي او ۳۷ تنه روغ سوي دي.
بلخوا د نړۍ په بله برخه اروپا کي د ویروس نوي مثبتي پېښي لږ سوي، خو په آسیا کي ډېر چټک خپریږي.
له روسيې وروسته په تازه پېښو کي په هند او پاکستان کي د بل هر وخت په پرتله تر ټولو ډېري ورځنۍ پېښي ثبت سوي دي.
نن او تېره ورځ په هند کي تر ۶۰۰۰ پوري نوي مثبتي پېښي ثبت سوي او دا (۳۰۰۰ مثبتي پېښي) پدې هیواد کي ترټولو ډېري ورځنۍ پېښي دي.
Pakistan confirms its first two cases of Coronavirus
د پاکستان روغتیايي چارواکي هم وايي چي تېره ورځ يې تر ۱۱ سوه پوري او نن یې تر ۵۰۰ پوري نوي مثبتي پېښي په ټول هیواد کي ثبت سوي دي.
پاکستان کي په ویروس د اخته ۲۲ نیم زرو کسانو له جملې څخه ۵۲۶ تنه مړه سوي او هند کي بیا له ۵۲ زرو څخه تر ۱۸ سوه پوري مړه سوي دي.

په نورو آسیايي هیوادونو کي تر ټولو ډېري مثبتي پېښي:

په ترکیه کي نوي ۲۲۰۰ پېښي ټولي ۱۳۱ زره، ایران کي ټولي ۱۰۱ زره او نوي ۱۶۰۰، سعودیه عرب کي نوي ۱۶۰۰ او ټولي تر ۳۲ زره پوري او په یو بل آسیايي هیواد روسیه کي بیا تر ټولو ډېري ۱۶۵ زره پېښي چي نوي پېښي یې هره ورځ څه باندي ۱۱ زرو ته رسیږي، ثبتیږي.
امریکا بیا نن هم (تراوسه) تر ۱۱ زرو پوري مثبتي پېښي لري او دا هیواد په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوئ هیواد دئ، چي تراوسه یې په ویروس اخته ۷۴ زرو پوري مړي ورکړي دي.
U.S. Confirmed Coronavirus Cases Top Half a Million - WSJ
پدې هیواد کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱،۲ میلیونه ډېر سو.
په اروپايي هیوادونو جرمني، فرانسه، ایټالیا، هسپانیا او برېتانیا کي نوي پېښي تر ۵ زرو پوري رسېدلي دي، چي دا ورځنی شمېر په دې هیوادونو کي نوی کم شمېر بلل کیږي.
په اروپا کي کرار کرار کاروبارونه ته اجازه ورکول کیږي چي بیا پرانیستل سي او په ورزشي لوبو فوټبال کي یې ځینو کلبونو تمرینات پیل کړي او په راتلونکو لسو ورځو کي یې ځیني لیګونه بیاځلي پیلیږي.
بلخوا بیا په چین کي چي دا ویروس لومړی پکښي خپور سوئ دئ، مکاتب او ښوونځی یې پرانستل سوي دي او زده کوونکو یې د روغتیايي تدابیرو په مراعتولو سره درسونه پیل کړي دي.
Coronavirus: Australian school kept open blasted by health expert
اوس مهال په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۳،۷ میلیونه ته رسیږي.
لدې ویروسه په دې شمېر کي تر ۲۶۱ زرو پوري مړه سوي او تر ۱،۲ میلیونو کسانو څخه ډېر روغ سوي دي.
اوس هم د نړۍ په لراوبر کي د ویروس مثبتي پېښي ثبتیږي او په لوړ یاد سوي شمېر کي تر ۲،۲ میلیونو پوري لاهم په ویروس اخته دي.