خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر تر ۳،۵ میلیونو ډېر سو.
له دې وبا له امله تراوسه د نړۍ په لراوبر کي تر دوه نیم لکو پوري کسان مړه سوي، خو د روغ سوو شمېر له ۱۱ لکو څخه اوړي.
د کرونا ویروس ورځنۍ پېښي لاهم په نړۍ کي په خپل اوج کي دي او هره ورځ تر ۷۰ زرو ډېري پېښي ثبتیږي.
تېره ورځ په نړۍ کي تر ۸۲ زرو ډېري پېښي ثبت سوي وې، خو نن (تراوسه) تر ۴۵ زره پېښي ثبت سوي دي.
اوس مهال د کرونا ویروس تازه او تر ټولو ډېري پېښي له امریکا وروسته په روسیه کي ډېري ثبتیږي.
په روسیه کي ورځنۍ پېښي له لس زرو ډېري سوي دي او ویروس په ډېري چټکۍ سره خپریږي.
پدې هیواد کي ډېر ژر ۱۴۵ زرو ته د ویروس مثبتي پېښي ورسېدې او مړي یې ترټولو ځپل سوو هیوادونو ډېر لږ ۱۳۵۲ دي.
امریکا بیا د کرونا ویروس ډېره ځپلې ده، چي د نړۍ تر ټولو ډېر ۱،۱ میلیون کسان په ویروس هلته اخته دي او مړي یې ۷۰ زرو ته رسیږي، خو خلګ او حکومت یې لاهم د اقتصادي بحران د راتګ په خاطر قرنطین او ګرځبندیزونه نه خوښوي.
په اروپا کي بیا د ویروس تازه پېښي د پام وړ کمي سوي او په بدل کي یې په هسپانیا، جرمني، ایټالیا او نورو هیوادونو کي ګرځبندیزونه نرمیږي.
بلخوا بیا په جنوبي افریقا، چین، ټایلینډ او اسټرالیا کي د ویروس تازه پېښي له ۲۰ څخه هم کمي ثبت سوي دي.
جنوبي افریقا او اسټرالیا وايي چي ډېر ژر به د کرونا ویروس په مبارزه کي بریا اعلان کړي.
چین کي هم بندیزونه پرمخ لیري کیږي او ټایلینډ کي هم ویروس پر ورکېدو دئ.
لدې خبرونو دېخوا ته بیا په افغانستان کي د ویروس مثبتي پېښي ډېري سوي دي.
ورځنی شمېر یې تر ۱۵۰ اوړي او ټولي یې ۲۸۹۴ ته رسېدلي، چي ۹۰ تنه مړه سوي او ۳۹۷ تنه بیا روغ سوي دي.