خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد.
نن ۱۹۰ تازه پېښي په پکتیا کي ۴۱، هرات ۳۰، کندهار ۲۵، کابل ۲۴، بلخ ۱۷، ننګرهار ۱۳، لغمان ۱۱، فراه ۹، سرپل ۶، کنړ ۵، زابل ۳، پکتیکا ۲، خوست، ارزګان، هلمند او نیمروز کي بیه یوه-یوه پېښه ثبت سوې ده.
۵ تنه له ویروسه تازه مړه سوي او ۵۲ بیا ځيني روغ سوي دي.
له دې سره په ټول هیواد کي د مړو سوو کسانو شمېر ۹۰ ته او د روغ سوو شمېر ۳۹۷ ته لوړ سو.
په تازه ثبت سوو پېښو کي ډېري يې په پکتیا کي دي، خو په کابل، هرات، کندهار او بلخ کي تر نورو ورځو لږ پېښي ثبت سوي دي.
د کرونا ویروس مثبتي پېښي نږدې په ټول هیواد کي ثبت سوي دي، خو یو نورستان ولایت دئ، چي د ویروس مثبته پېښه نه لري.
د هیواد په لویو ښارونو کي قرنطین او ګرځبندیز تر کوچني اختر پوري وغځېد، خو لا معلومه نه ده، چي ویروس به څه وخت کنټرول سي.
تېره اونۍ د عامي روغتیا وزیر ویلي وه، چي که چیري افغانان احتیاط وکړي، نو د ویروس ډېري ورستنۍ پېښي به په هیواد کي ۳۰۰۰ وي، خو که داسي ونه سول نو په درو اونیو کي به د کرونا ویروس په افغانستان کي خپل اوج ته ورسیږي.
په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۳،۶ میلیونه واوښت، چي له جملې یې دوه نیم لکه مړه سوي او تر ۱،۱ میلیونو څخه ډېر کسان رغېدلي دي.