خبریال: فضل الله فضلي
په تېرو ۴۸ ساعتونو کي په هیواد کي د کرونا ویروس نوي ۲۲ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د عامي روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس په ۴۸ مشکوکو پېښو کي ۳۴ منفي سوي او ۱۴ مثبتي پایلي لري، چي له دې شمېرې ۱۱ په هرات، ۲ په فراه او یوه په کابل کي ثبت سوې ده.
له دې شمېرې پرته نن په هرات کي ۶ نوري مثبتي پېښي سوي.
پدې سره په هیواد کي د کرونا ویروس ټول شمېر ۱۱۶ سو، چي ډېر یې په هرات ولایت کي ثبت سوي دي.
د هرات والي وايي چي په کرونا اخته ډېر کسان له ایران هیواد څخه راغلي دي.
دارازا په ۱۱۶ شمېر کي دوه ډیپلوماټان او ۴ بهرني پوځیان هم شامل دي.
تراوسه په هیواد کي له دې ویروسه درې تنه مړه سوي او ۵ تنه روغ سوي دي.
د کرونا ویروس د شمېر د زیاتوالي سره سم حکومت په لویو ښارونو کي نوي بندیزونه اعلان کړي دي.
نن په پلازمېنه کابل کي ګرځ بندیز پیل سو، کندهار ولایت کي د خوراکي او روغتیايي توکو پرته پر نورو دوکانونو او مارکېټونو بندیز وو، هرات له دوو ورځو راهسي قرنطین سوی، فراه، نیمروز او ختیځ ننګرهار کي هم ګرځبندیزونه پیل سوي دي.
تراوسه د هیواد له ۱۴ ولایتونو څخه د کرونا د ثبت راپورونه ورکول سوي دي.