کرونا؛ د ایران سره پر پوله دریو ولایتونو کي بندیزونه پیل سوي

رنګین تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
افغان حکومت د کرونا ویروس سره په مبارزه کي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي نوي بندیزونه پیل کړي دي.
د ایران سره پر پوله مېشت دریو ولایتونو کي تېره ورځ هرات ولایت قرنطین سو او نن په فراه او نیمروز ولایتونو کي ګرځبندیز اعلان سوئ دئ.
بلخوا په کندهار کي د کندهار والي د خوراکي او روغتیايي توکو پرته د نورو دوکانونو پر خلاصون بندیز ولګوئ.
FB IMG 1585232711361 کرونا؛ د ایران سره پر پوله دریو ولایتونو کي بندیزونه پیل سوي
په دې بندیز کي هوټلونه، مېله ځایونه او ترڅنګ یې د خلګو د ګڼي ګوڼي ځایونه هم شامل دي، چي دا بندیز به د نوي اونۍ له شنبې ورځي څخه پیل سي.
ددې سره په څنګ کي په ننګرهار ولایت کي هم د یو شمېر بندیزونو خبر ورکول سوئ دئ.
د کرونا ویروس سره په مبارزه کي هلمندیانو  هم یو شمېر فعالیتونه پیل کړي دي.
FB IMG 1585232993771 کرونا؛ د ایران سره پر پوله دریو ولایتونو کي بندیزونه پیل سوي
په ټوله کي د هیواد په هغو سیمو کي چي لویه لار پکښي تېره سوې او د نورو هیوادونو سره پر پوله پراته دي، خاص ډول ایران هیواد سره، د کرونا سره په مبارزه کي مختلف فعالیتونه پیل سوي دي.
د عامي روغتیا د معلوماتو پر اساس چي اوس هم په پلازمېنه کابل کي د هیواد د مختلفو ولایتونو څخه سلګونه مشکوک معاینات تر لابراتوار او څېړني لاندي دي.
تېره ورځ پدې هیواد کي د کرونا ویروس ټوله شمېره ۸۴ ته پورته سوه.
FB IMG 1585226246344 کرونا؛ د ایران سره پر پوله دریو ولایتونو کي بندیزونه پیل سوي
پدې شمېر کي ۳ تنه، یو ښځینه او یو نارینه په هرات کي او بل نارینه په بلخ ولایت کي وژل سوي او دوه تنه یو په سمنګان او بل په هرات کي روغ سوي دي.
څو ورځي وړاندي په هرات ولایت کي د کرونا ناروغانو لپاره په ۲۰ ورځو کي د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو خبر ورکول سوئ وو، چي اوس مهال ددې روغتون د جوړېدو چاري رواني دي.
FB IMG 1585232792826 کرونا؛ د ایران سره پر پوله دریو ولایتونو کي بندیزونه پیل سوي