خبریال: فضل الله فضلي
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي چي په دې هیواد کي د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۸۴ پوري ورسېدئ.
نن ددې وزارت ویاند وحیدالله مایار په نیمروز کي د نوي یوې مثبتي پېښي او په هرات کي د ۴ نورو مثبتو پېښو پخلی وکړ.
پدې سره په هرات ولایت کي ۵۷ پېښي، کابل ۷، سمنګان ۴، لوګر ۳، فراه، بلخ او زابل ۲-۲، کاپيسا، دایکندي، بادغیس، کندهار، غزني او تازه په نیمروز کي یوه – یوه پېښه ثبت سوې ده.
هرات ولایت نن قرنطین هم سو.
په یادو ۸۴ شمېرو کي له دې ویروسه ۲ تنه مړه سوي او ۲ تنه ځیني رغېدلي دي.
بلخوا تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چي د کرونا ضد درمل یې پیدا کړي او دا درمل د ملاریا ناروغۍ ضد درمل دي.
په امریکا کي د کرونا په ویروس اخته کس ته د هایډروکسي کلوروکین په نوم درمل ورکول سوي، دا د ملاریا ضد درمل دي او یاد ناروغ ورسره ښه سوئ دئ.
ټرمپ په ټویټر کي لیکلي چي دا درمل به د نیویارک ښار او نورو ځایونو کي ناروغانو ته ورکول سي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کي په بېساري ډول ۳۰۸ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي.
۱۱۱ زره تنه ځیني روغ سوي او ۱۹۷۴۴ تنه کرونا ویروس وژلي، چي تر ټولو ډېر په ایټالیا، هسپانيا، چین، ایران او فرانسي کي وژل سوي دي.
د نن په شمېرو کي تراوسه ۱۷۱۲۷ تنه نوي پېښي ثبت سوي او ۸۵۴ تنه وژل سوي دي.
په یادو شمېر کي په هسپانیا کي ۵ زره، جرمني کي ۲ زره، ایران کي بیا ځلي ۲زره، چين کي نوي پېښي ۴۷، د ایټالیا او فرانسيې د کړکېچن حالت له امله کره ارقام نه دي روښانه سوي.
د نن په یو بل راپور کي راغلي چي په هسپانیا کي یوازي ۶ زره تنه ډاکټران په دې ویروس اخته سوي دي.
اوس مهال تر ټولو بدحال په ایټالیا، امریکا، هسپانیا او فرانسه کي روان دئ، مرکزي روغتونونه یې د کرونا له ناروغانو ډک دي او پر دې سره بېره په هرو لسو نفرو کي یو تن ډاکټر یا روغتیاپال په دې ناروغۍ اخته دئ.
په بل خبر کي چي نن له چین څخه ورکول سوی وو، دادئ، چي هلته د هانټا په نامه یو نوي ویروس یو تن وژلي دي.
د ډاکټرانو په وینا چي دا ويروس ساري یعني انتقالېدونکي نه دئ او د موږک په څېر حیوانانو د غوښو په خوړو کي رامنځ ته کیږي او انسان وژني.