کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ۲۸۵۰ مثبتي پېښي په ۴ ورځو کي ثبت سوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبریال: فضل الله فضلي
په هيواد کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۱۶۴۹۲ تنو ته ورسېدئ، چي پدې سره افغانستان جاپان او اسرائیلو ته نږدې، خو له عمان، بحرین، جنوبي کوریا، اسټرالیا، مالیزیا او عراق څخه ډېر مخکي سو.
همدارنګه ویروس په هیواد کي ۲۷۰ تنه مړه کړي او ۱۴۵۰ تنه بیا ځني رغېدلي دي.
نن په ټول هیواد کي د ۷۵۹ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سوئ، چي ترڅنګ یې ۲۲ تنه له ویروسه روغ سوي او ۵ تنه مړه سوي دي.
د هیواد د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح بیا خبر ورکوي، چي د کرونا ویروس به په هیواد کي په راتلونکو دوو میاشتو کي خپل اوج ته ورسیږي.
101223993 2972189556190600 2719167103885115392 o.jpg? nc cat=102& nc sid=8024bb& nc ohc=J 407t HZqAAX w4Oyd& nc ht=scontent cdg2 1 کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ۲۸۵۰ مثبتي پېښي په ۴ ورځو کي ثبت سوي
له ښاغلي صالح مخکي د روغتیا وزارت پخواني وزیر فیروزالدین فیروز له دې ډېر وړاندي ویلي وو، چي ډېر ژر به ویروس په هیواد کي په خپل اوج کي سي.
بلخوا افغان حکومت او کابینې یې د عامي روغتیا وزارت د قرنطین طرحه رد کړه.
کابینې، عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ؛ یاده طرحه په دریو ورځو کې د عنوان، د بیاکتنې مراحلو او د مراحلو په محتویاتو کې د وضاحت او د کابینې د نورو غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او همداراز د عمل او عامه پوهاوي پلانونه ترتیب او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټې د فوق العاده غونډې تر تائید وروسته راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
101322532 2972189329523956 1014949653067595776 o.jpg? nc cat=104& nc sid=8024bb& nc ohc=CQMsRObq MoAX8umG72& nc ht=scontent cdg2 1 کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ۲۸۵۰ مثبتي پېښي په ۴ ورځو کي ثبت سوي
تراوسه د کرونا ویروس مثبتي پېښي په پلازمېنه کابل کي تر ۶ زره ډېري، هرات کي نږدې ۳ زره، بلخ کي تر ۱۱ سوه ډېري او ننګرهار کي تر ۸۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
بلخوا د کندهار ریفرینس طبي لابراتوار له شاوخوا تېرو دوو اونیو راهسي  خراب دئ او د هیڅ کوم ناروغ د معایناتو نتیجه یې نه ده معلومه کړې.
د کرونا ویروس مثبتي پېښي په ټول هیواد کي ثبت سوي دي، چي کمي پېښي يې په نورستان او اروزګان ولایتونو کي دي.