خبریال: فضل الله فضلي
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس څخه درې تنه، چي دوه یې په بلخ کي او یو تن په کابل کي د طب متخصص ډاکټر وو، مړه سوي دي.
بلخوا بیا نن په زابل کي په ویروس اخته دوه کسان رغېدلي دي.
دوی دوه وروڼه چي یو یې له ایرانه راغلی او بل دلې په اخته سوی وو، له درې اونۍ بسترېدو وروسته روغ سول.
پدې سره په هیواد کي ټول اخته سوي کسان ۳۶۷ تنه دي او اوس مهال په اخته کسان ۳۴۱ تنه دي.
له ټولو ۳۶۷ تنو یې ۲۰ رغېدلي او لس تنه مړه سوي دي.
نن له یوې میاشتي وروسته د مقبوضي افغان خاورې دوې لاري چمن او سپین بولدک او د طورخم لار د پاکستاني حکومت لخوا خلاصي سوې او هلته ایسار افغانان افغانستان ته را روان سول.
د چارواکو په وینا چي یادې دروازي به د خلګو پر مخ درې ورځي خلاصي وي.
په ننګرهار کي د راتلونکو کډوالو لپاره ددې ولایت چارواکو د خېمو یو کمپ جوړ کړی او هلته به خلګ تر ۱۴ ورځو پوري قرنطین کیږي.
په هیواد کي د کرونا ویروس ډېر پېښي په هرات کي ۲۱۴ او کابل کي ۵۱ ثبت سوي دي.
دریم ولایت کندهار دئ، چي تراوسه ۱۳ پېښي لري او همدارنګه د هیواد په ۱۹ نورو ولایتونو کي هم د کرونا پېښي ثبت سوي دي.
افغان چارواکو پر ولس ږغ کړی، چي که غواړي په کرونا ویروس اخته نه سي، نو په خپلو کورونو کي دي پاته سي.
د کرونا ویروس نړیوالي وبا له امله تر اوسه تر ۷۰ زره تنو ډېر مړه سوي او اوس مهال تر ۹۵۳ زرو تنو ډېر په اخته دي.