کرونا ویروس په هیواد کي تر ۲۲ ولایتونو ورسېد

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د عيسوي فېبرورۍ میاشتي پر ۲۴مه نېټه ثبت سوه او له هغه راهسي تراوسه په هیواد د کرونا ویروس ټولي پېښي ۲۹۹ ته پورته سوې.
د تېري مارچ میاشتي تر ۲۳ نېټې پوري پدې هیواد کي ۴۰ پېښي وې، خو له هغې نېټې راهسي تر ننه، په ۱۲ ورځو کي ۲۵۹ پېښي ثبت سوي دي، چي ټولي ۲۹۹ کیږي.
د کرونا ویروس پېښي د هیواد په ۲۲ ولایتونو کي ثبت سوي دي، خو که لاري بندي نسوې، نو د هیواد ټولو ولایتونو ته به ورسیږي.

په هیواد کي تراوسه له دې ویروسه ۱۲ تنه روغ سوي او ۷ تنه مړه سوي دي.

هغه ولایتونه چي د ویروس پېښي پکښي ثبت سوي دي:

هرات: ۲۰۴
کابل: ۴۱
فراه: ۶
نیمروز: ۶
سمنګان: ۶
کندهار: ۵
لوګر: ۵
بلخ: ۴
دایکنډي: ۳
غزني: ۳
بغلان: ۲
ننګرهار: ۲
پکتیا: ۲
زابل: ۲
غور: ۱
بادغیس: ۱
فاریاب: ۱
سرپل: ۱
کندز: ۱
بدخشان: ۱
کاپیسا: ۱
پکتیکا: ۱
هرات ولایت له څه مودې راهسي قرنطین سوئ، کابل، فراه، نیمروز، لوګر، خوست او ننګرهار کي ګرځبندیز اعلان سوئ، کندهار کي د خوراکي او روغتیايي توکو د دوکانونو او ځایونو پرته نور ټول بند سوي او ترڅنګ کي یې په یو شمېر نورو ولایتونو کي د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځیني فعالیتونه هم روان دئ.
تېره ورځ په پلازمېنه کابل کي دوا پاشي پیل سوه او نن په کندهار کي د مهمند ګروپ لخوا دواپاشي پیل سوه.
Afghanistan reports 10 new coronavirus cases
بلخوا بیا د اروزګان خلګ خبر ورکوي، چي د کرونا ویروس په مخنیوي کي پدې ولایت کي د هیڅ نوعه روغتیايي خدماتو اقدامات نه دي سوي او که حالت داغسي وي نو ممکن اروزګان ولایت کرونا ویروس وځپي.