خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۱۷۰۶ پوري ورسېدې.
په تازه پېښو کي ۷ نفره نور مړه سوي، چي ټول مړه سوي ۵۷ او روغ سوي ۲۲۰ تنه دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کي تر ټول وخت ډېري ۱۷۲ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي پدې شمېر کي ۳۴ بلخ، ۳۳هرات، ۲۷ کابل، ۲۱ کندهار، ۸پکتیا، ۸ بغلان، ۷ کندز، ۵سرپل، ۵غور، ۴ سمنګان، ۴ نیمروز، ۳ فاریاب، ۳ لغمان، ۳ هلمند، ۱ پکتیکا او ۱ هم پنجشېر ولایتونو کي دي.
نن دعامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د بي بي سي په یو مرکه کي وویل چي که خلګ احتیاط ونه کړي، نو د ویروس پېښي به په درو اونیو کي په افغانستان کي خپل اوج ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړل:
که خلګ احتیاط وکړي او کور کي پاته سي، نو افغانستان به تر ۳۰۰۰ پوري پېښي ولري.
ښاغلي فیروز وویل:
حکومت او په ټوله کي هر ارګان زموږ سره همکار دئ او د ویروس سره په مبارزه کي ټول سره همږغي یو او په ګډه یې مخنیوی کوو.
هغه وویل چي په افغانستان کي یې ځکه پېښي نسبت نورو هیوادونو ته لږ دي، چي افغان حکومت پر وخت اقدامات وکړ او قرنطین یې پیل کړ.
اوس مهال په هیواد کي د کرونا ویروس ډېري پېښي په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کي ثبت سوي دي.
بلخوا په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي تر درو میلیونو ډېري سوې.
د مړو سوو کسانو شمېر ۲ لکه لسو زرو ته نږدې سو او روغ سوي ۹۱۵ زره دي.
وړمه ورځ د ویروس ورځنۍ پېښي ۹۰ زره وې، تېره ورځ ۷۳ زره او نن (تراوسه) ۴۱ زره دي.
په امریکا کي د ویروس پېښي څه کم یو میلیون سوې او مړي يې تر ۵۶ زره ډېر سوه.
په ټوله کي ویروس اروپا او امریکا تردې مهال سخته ځپلي دي، خو په آسیا کي یې په تېرو دوو اونیو کي ترکیه سخته ځپلې ده.
له ترکیې وروسته ایران، چین او روسیه دي، چي د ویروس مثبتي ډېري پېښي لري.
د افریقا لویه وچه یا افریقايي هیوادونو کي د ویروس ټولي پېښي ۳۳ زره ته رسېدلي دي.