کرونا؛ په هیواد کي د نن مثبتي پېښي ۹۳ ته پورته سوې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبریال: فضل الله فضلي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هیواد کي د کرونا ویروس ۹۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
له دې جملي څخه تر ټولو ډېري په کندهار کي ۲۱ مثبتي پېښي، غزني کي ۱۳، پکتیا ۱۱، پکتیکا ۹، بلخ ۸، کابل او باغیس ۶-۶، ننګرهار، هرات او کنړ ۴-۴، لغمان او خوست کي ۳-۳ او بغلان کي یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده.
لدې شمېرو سره په ټول هیواد کي د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۵۳ ته پورته سو، چي له دې جملې ۵۰ تنه مړه سوي او ۲۰۸ تنه روغ سوي دي.

د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ ناروغۍ پېښي تردې مهال د هیواد په ۳۳ ولایتونو کي ثبت سوي دي، چي نورستان هیڅ کومه پېښه تردې مهاله نه لري.
د عامي روغتیا وزارت راتلونکې اونۍ په هیواد کي د بد وضعیت د راتګ خبر ورکوي او پر خلګو یې ږغ وکړ، چي خلګ دي په خپلو کورونو کي پاته سي.
په ورته مهال کي په کندوز ولایت کي د ۱۵ ډاکټرانو د کرونا ویروس پایلي مثبتي ختلي دي.
د هیواد په لویو ښارونو کي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه لاهم قرنطین او ګرځبندیزونه دوام لري، خو د ویروس د کمي هیڅ نښي نه لیدل کیږي.