نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کي تر ۸۰ پوري ډلي په واکسین جوړولو بوختي دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ څخه د مړو سوو کسانو شمېر تر ۲ لکه واوښت او تر اوسه تر ۸ لکه ۵۰ زرو ډېر ځیني روغ سوي دي.
اوس مهال په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر څه کم درې میلیونه ته ورسېدئ.
تېره ورځ په ټوله نړۍ کي تر ۹۰ زرو پوري پېښي ثبت سوي وې، خو نن (تراوسه) ۴۵ زره پېښي ثبت سوي، چي لاهم دوام لري، شاید تر سبا پوري خپل ورځنی شمېر پوره کړي.
په امریکا کي د کرونا ویروس پېښي څه کم یو میلیون ته رسېدلي، چي تر ۵۵ زرو ډېر مړي لري.
U.S. Coronavirus Death Toll Approaches 17,000, New York Reports ...
دوهم هسپانیا دئ، چي د اخته کسانو شمېر یې ۲۲۶ زرو او مړي یې تر ۲۳ زرو ډېر دي.
ایټالیا کي ۲۷ زرو پوري مړه او ۱۲۷ زره په اخته سوي.
فرانسیه او برېتانیا هم تر ۴۰ زرو پوري مړي لري او تر ۳ لکه ډېر په ویروس اخته لري.
جرمني کي ۱۵۷ زره په ویروس اخته او ۶ زره مړي، خو ترکیه بیا اووم هیواد سو، چي تر یو لک یې پېښي ډېري سوې او مړي يې درې زرو ته رسیږي.
ایران ۹۰ زره، چین ۸۲ زره او روسیه ۸۰ زره د کرونا ویروس مثبتي پېښي لري.
Iran coronavirus death toll rises to 354, authorities urge ...
ایران ۶ زره، چین ۴ زره او روسیه ۷۴۷ مړي لري.
بلخوا بیا نړیوالي رسنۍ وايي چي اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د کرونا ویروس د واکسین جوړولو لپاره تر ۸۰ ډېري روغتیايي ډلي اخته دي او کار کوي، چي څنګه د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ او وړاندي کړي.
په تازه اقداماتو کي د برېتانیا اکسفورډ پوهنتون اعلان وکړ، چي د کرونا ویروس ضد واکسین یې په دوو داوطلب ساینس پوهانو وازمایه او نتیجې ته یې تر یو وخته انتظار باسي.
Coronavirus: Oxford University started human trials of corona ...
له دې اعلان وروسته، چین هم وویل چي د کرونا ضد واکسین یې ازمایلی او اعراض و علایم یې تراوسه مثبت دي.
د چین په ګډون روسیې، جاپان، امریکا او یو شمېر نورو ډېرو هیوادونو اعلان کړی، چي روغتیايي ډلي یې د کرونا ویروس په جوړولو او ازمایلو اخته دي.
بلخوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي که نړۍ ته د کرونا ویروس ضد واکسین راغلئ، نو ټولو هیوادونو ته به یو شان ورسیږي.
دې سازمان تردې مخکي څو ځله په تکرار سره ویلي وه چي د کرونا ویروس واکسین نه دئ جوړ سوئ او د نړۍ خلګ دي د ویروس سره په مبارزه کي لومړني روغتیايي تدابیر وکاروي.
د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو څرګندونو څخه معلومیږي، چي د کرونا ویروس واکسین جوړېدلو باندي کار روان دئ او کېدای سي، چي نتیجه یې په دوو میاشتو کي معلومه سي.