
خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدمایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هیواد کي د کرونا ۳۰ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي پدې سره ټولي پېښي ۱۰۲۶ سوې.
د نویو شمېرو له پېښو څخه ۱۵ یې کابل، ۶ هرات، ۴ لغمان، ۴ کنړ او یوه هم په ننګرهار ولایت کي ثبت سوې ده.
د کرونا ویروس له امله په ټول هیواد کي د مړو شمېر ۳۶ تنو ته ورسېدئ او ۱۳۵ تنه ځیني رغېدلي دي.
د مړه سوو کسانو په شمېر کي ۴ ډاکټران هم شامل دي، چي د کرونا ویروس مړه کړي دي.
وحید مایار وايي:
په کابل کي د شینوزاده روغتون مشر هم له دې ناروغۍ څخه نن مړ سو.
هرات لومړی ولایت دئ، چي د کرونا ډېري ۳۴۰ پېښي لري، ورپسې کابل ۳۳۰ پېښي او دریم کندهار دئ، چي ۱۰۸ پېښي لري.
بلخ ۵۵ او نیمروز ۳۵ د کرونا مثبتي پېښي لري.