له هرات او کابل وروسته په کندهار کي د کرونا ډېري پېښي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۸ نوي مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټول هیواد کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶۷۲ ته رسیږي.
وزارت وايي چي په ۵۸ پېښو کي تر ټولو ډېري په کندهار ولایت کي ۲۸ دي، کابل ۱۳، هلمند او هرات ۷-۷، نیمروز ۶، تخار ۳ او کندز یوه پېښه لري.
په ورته وخت کي د کورنیو چارو وزارت وايي چي یو افسر یې له ویروسه مړ سوی او ۱۱ نور افسران یې قرنطین کړي دي.
له کرونا ویروسه په دې هیواد تراوسه ۳۹ تنه روغ سوي او ۲۱ تنه مړه سوي دي.

ویروس تر اوسه د هیواد په ۲۷ ولایتونو کي خپور سوئ او نورستان، کنړ، لغمان، پنجشېر، پکتیا، اروزګان او جوزجان په ولایتونو کي کومي مثبتي پېښي نه دي ثبت سوي.
له هرات، ننګرهار، کابل، نیمروز او فراه ولایتونو تر بشپړ قرنطین وروسته نن د کندهار ولایت مقام له یوې غونډي وروسته اعلان وکړ، چي له راتلونکي چهارشنبې به دا ښار بشپړ قرنطین وي او یوازي به خلګ د شپې په نیمايي کي د اړتیا وړ توکي رانیسي.
د کندهار چارواکو وروسته له هغه دا اعلان وکړ، چي پدې ولایت کي د کرونا ویروس شمېر تر ۷۵ مثبتو پېښو پوري ورسېدئ.
اوسمهال تر ټولو ډېر پېښي په هرات کي ۲۸۷، کابل کي ۱۶۰، کندهار ۷۵، نیمروز کي ۳۳ او بلخ کي ۳۳ پېښي ثبت سوي دي.