نړۍ او کرونا؛ چین کي بیا له سلو ډېري نوي پېښي ثبت سوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبریال: فضل الله فضلي
د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ ناروغي اوسمهال په نړۍ کي په خپل اوج کي ده او هره ورځ له ۷۰ زرو تر ۹۰ زره پوري نوي پېښي ثبتیږي.
تېره ورځ تر ۷۲ زرو پوري او نن (تراوسه) تر ۲۱ زرو پوري نوي پېښي ثبت سوي او دا شمېره به هم د تېرو ورځو په څېر له ۷۰ زرو پورته کیږي.
تېره ورځ له ویروسه ۵۴۰۰ تنه مړه سوي وه او د نن په شمېر کي مړي تراوسه له ۱۸۵۰ څخه ډېر دي.
په نړۍ کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېره تر ۱،۸ مېلیونه اوښتې او اوسمهال په اخته کسان له ۱ لکو ۳۲ زرو تنو ډېر دي، چي پدې کي ۵ زره تنه یې په مرګوني حالت کي دي.

په ټوله نړۍ کي له دې ویروسه تر اوسه له ۱۱۶ زرو تنو څخه ډېر مړه سوي او له ۴ لکه ۳۵ زرو څخه ډېر رغېدلي دي.
نن په چین له له درو اونیو وروسته بیا تر ۱۰۸ پوري نوي پېښي ثبت سوي او ویل کیږي، چي ډېر یې هغه مسافر دي، چي له بهره بیرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
خو دا ځل د چین د اوهان او هوبي ولایتونو پر ځای د روسيې سره پر سرحدي ولایت هیلونګ جیانګ کي ثبت سوي دي.
په چین کي دې ویروس لومړی ځان ښکاره کړ، چي هلته یې لومړی ۳۳۴۱ تنه مړه کړل او ټوله تر ۸۲ زرو تنو پوري په اخته سوي وه.
Most new coronavirus cases no longer in China, WHO says | The ...
بلخوا په امریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېره تر ۵ لکه ۶۱ زرو څخه واوښتل، چي اوس مهال دا هیواد د نړۍ تر ټولو ډېر مړي ۲۲ زره لري.
دوهم هسپانیا ده، چي په ویروس له ۱۶۹ زرو څخه ډېر اخته سوي او تر ۱۷ زرو پوري مړي لري.
دریم ایټالیا ده، چي په مړو کي دوهم هیواد دئ، له ۱۹ زرو ډېر مړي لري او له ۱۵۶ زرو څخه ډېر په اخته سوي دي.
فرانسه، جرمنی او برتانیا هم په ګډه له ۳ لکه ۲۰ زرو څخه ډېري پېښي او تر ۳۰ زرو پوري مړي لري.

ایران کي د کرونا ټولي پېښي له ۷۳ زرو څخه ډېري سوې او مړي یې له ۴۵۰۰ څخه واوښتل.
بلخوا بیا په ترکیه کي د کرونا ویروس په ډېري چټکۍ خپور سوئ، چي اوس مهال پکښي تر ۵۷ زرو پوري پېښي ثبت سوي او تر ۱۲۰۰ پوري مړي لري.
کرونا ویروس په نړۍ کي تر ټولو ډېره د اروپا لویه وچه ځپلې ده.
وروسته امریکا، بیا آسیا او اخیر کي افریقا د کرونا ویروس ډېري پېښي لري.