نړۍ او کرونا؛ د ویروس نوي درمل او روغ سوي تر ۴ مېلیونو واوښتل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي د کرونا وبا یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تېره ورځ بیا په ریکارډ کچه ډېري وې او وروستی لوړ شمېر ثبت سو.
وړمه ورځ تر ۱۴۳ زرو او تېره ورځ تر ۱۴۵ زرو ډېري مثبتي پېښي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ثبت سوي دي.
پدې سره په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۸،۴ مېلیونو ته رسیږي، د روغ سوو شمېر بیا تر ۴،۱ مېلیونو اوښتئ، خو نږدې ۴ نیم لکه تنو بیا خپله ژوند له لاسه ورکړئ دئ.

بلخوا بیا په برېتانیا کي د کرونا وبا د شدیدو او سختو ناروغانو لپاره د ډیکسامیتازون درملو مثبته نتیجه ورکړې او ۱ پر ۳ برخه ناروغان له مرګه په راګرځېدلي دي.
ددې هیواد ډاکټران د ډیکسامیتازونو درملو په اړه زیاتوي، چي دا درمل یوازي او یوازي شدیدو ناروغانو او هغه ناروغان چي هیڅ تنفس نسي اخیستلای ګټور دي، خو چي اعراض او علایم یې سخت نه وي او تکلیف یې لږ وي، دا درمل دي نه استعمالوي.
Is Dexamethasone the game changer in COVID-19 treatment ...
د کرونا په مرکز امریکا کي مثبتي پېښي ۲،۲ مېلیونو ته رسېدلي او ۱۲۰ زرو ته یې مړي پورته سوي دي.
برازیل کي بیا هم حالت پخوانی او سخت دي، مثبتي پېښي یې تر ۹ نیم لکو اوښتي او مړي یې ۴۷ زرو ته رسیږي.
د کرونا ویروس اوس مهال په امریکايي هیوادونو کي خورا چټک خپریږي خو وروسته بیا آسیايي هیوادونه ډېري پېښي لري.
روسیه کي تر ۵ نیم لکو مثبتي پېښي اوښتي دي او مړي یې تر ۶ نیم زرو ډېر سوي دي.
څلورم هند دئ، مثبتي پېښي یې څه باندي ۳۶۸ زره دي او مړي یې تر ۱۲ زرو اوښتي.
India hospital shuts after surge in coronavirus cases among staff ...
چین کي بیا د نویو پېښو د ثبت سره په پلازمېنه بیجینګ کي نوي بندیزونه لګېدلي دي.
هلته له دوو میاشتو وروسته یوځل بیا نوي مثبتي پېښي پکښي را پیدا سوي دي او حکومت یې وايي چي دا پېښي په یو ګڼ ځای کي رامنځ ته سوي، چي خلګ پکښي خوراکي توکي اخلي.
پاکستان کي مثبتي پېښي تر ۱۶۰ زرو رسېدلي دي او مړي یې ۳ زرو ته رسیږي.
همداراز ایران، ترکیه، عربستان، بنګله‌دیش، قطر، اندونیزیا او عراق هغه نور آسیايي هیوادونه دي، چي زرګونه مثبتي پېښي هره ورځي لري.
Indonesia's coronavirus response revealed: Too little, too late ...
اروپا کي بیا له برېتانیا وروسته په جرمني او سویډن کي بیا مثبتي ورځنۍ پېښي تر ۱۰۰۰ پورته سوي دي.
په اروپا کي ډېرو هیوادونو د بندیزونو د لیري کولو پلانونه پیل کړي او هره ورځ پکښي بندیزونه لیري کیږي، چي رسټورانټونو، د سیل یا سیاحتي ځایونو او نورو کاروبارونو پرانیستل پیل سوي دي.
افریقا کي بیا ورځنۍ پېښي ۱۰ زرو ته رسیږي او ټولي ۲ لکه ۷۰ زرو ته رسېدلي دي.
تر ۷۲۰۰ ډېر افریقایان تراوسه مړه سوي او تر ۱۲۵ زرو ډېر روغ سوي دي.