افغانستان کې په انلاین ډول د فوټبال لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه روانه ده

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په غوښتنه اوس په هیواد کي د کرنټين څخه په استفادې انلاین ډول لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه پيل کړی، چې پکښي لسګونه لوبڅاران او روزونکي په انلاین ډول زده کړه کوي.
فیفا د کرونا ویروس تر خپرېدو او د روغتیا نړیوال سازمان تر خبرداري وروسته د فوټبال اړوند ټول فعالیتونه وځنډول او له ځان سره ګډونوالو فدراسیونونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د فوټبال لوبغاړي دي له دې وروسته په خپلو کورونو کي تمرینونه ترسره کړي.
اوس افغان فوټبال فدراسیون د نړیوال فدراسیون په سپارښتنه هیواد کې د فوټبال لوبڅارانو او روزونکو ته په دریو برخو کې په انلاین ډول رزونه پيل کړې، چې پکښې په بیلابیلو برخو کې لسګونه لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه ورکول کیږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چې اوس د فوټبال په اړه هر اړخیزه پوهاوی، د لوبڅارۍ روزونه او د پایه فوټبال (غوره لوبغاړو موندل) په برخو کي زده کړه روانه ده.
د فوټبال په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ په نیمروز ولایت کې د اپرېل میاشتي په ‍۱۴مه پيل شوی او د یادې میاشتې تر ۲۰مي نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې ورکشاپ کې ۲۴ روزونکو ګډون کړی او تر فراغته وروسته به د D درجې اسناد ورکړل شي.
همدارنګه د فوټبال لوبڅارانو ته ورکشاپ د حلیم آقا شېرزاد او محمد حامد میوندي له لوري پيل شوی، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ برخه کې د نویو قوانینو د رامنځته کېدو په اړه معلومات وړاندې کیږي.
په درېیمه برخه کې بیا د فوټبال روزونکو ته په دې اړه پوهاوی ورکول کیږي، چې څه ډول غوره لوبغاړي د ملي لوبډلي لپاره پيداکړي، تر څو د افغانستان لپاره په راتلونکو کلنو کې ښه وځلیږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چې په انلاین ډول تر تیوري زده کړو او قرنطین وروسته به دغه ورکشاپونه په عملي ډول هم ګډونوالو ته وښودل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.