کرونا؛ هیواد کي نوي پېښي کمي سوي، ټولي ۳۰ زره ته رسیږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي له تېرو ۴ ورځو راهسي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ نوي مثبتي ورځنۍ پېښي کمي سوي او شمېرې یې تر ۵۰۰ راکښته سوي دي.
دا خبر د عامي روغتیا وزارت هم تائیدوي.
په تېر ۲۴ ساعتونو کي ۳۲۴ مثبتي پېښي د هیواد په ۱۰ ولایتونو کي ثبتي سوي، چي کابل کي ۹۲ او هرات کي بیا ۹۸ تر ټولو ډېري پېښي دي.
ددې ترڅنګ ۲۰ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د نویو مثبتو پېښو په کمېدو سره په ټول هیواد کي لدې وبا د روغ سوو کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړیږي، چي نن تر ۴۰۰ ډېر ناروغان روغ سوي دي.
په هیواد کي رسمي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۲۹،۴۸۱ ته رسېدلی، چي دا د ۶۶،۸۰۰ معایناتو نتیجه ده.
ددې ترڅنګ ۹۲۶۰ تنه له ویروسه روغ سوي او ۶۱۸ تنه بیا مړه سوي دي.
اوس مهال په ټول هیواد کي ۱۹۶۰۳ تنه لاهم په ویروس ککړ دي.
کرونا وبا په هیواد له ۵۰ کلنۍ څخه لوړ خلګ ډېر مړه کړل، خو په ځوانو خلګو کي د مړینو شمېر خورا کم دئ.
اوس مهال د ویروس په ورځنیو نوو پېښو کي کموالی راغلی او نږدې ده، چي په هیواد کي لګول سوي بندیزونه هم نرم سي.