کرونا؛ هغه لیست چي د هر ولایت مثبتي پېښي پکښي لیدلای سئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 
خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا وایروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ته پورته سو او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي.
همداراز ۳۹۲۸ تنه له ویروسه روغ سوي، خو ۴۴۶ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.

دا هغه لیست دئ، چي په هر ولایت کي د کرونا د مثبتو، تداوي سوو او مړو سوو کسانو شمېر پکښي لیکل سوئ دئ:
ولایتاخته سويتداوي سويمړه سوي
کابل914073292
هرات428559476
بلخ13825245
ننګرهار11875827
کندهار9148917
پکتیا6671197
تخار394519
بغلان3365812
سمنګان293117
بادغیس284503
کنر2744814
خوست272188
نیمروز272826
لوګر250558
لغمان242513
غزنی2392716
پروان213857
فراه207222
جوزجان188106
وردک186754
کندز178526
فاریاب1721110
پنجشیر1665110
پکتیکا118221
بامیان114232
هلمند112658
غور100100
کاپیسا79190
سرپل7751
بدخشان6720
زابل62272
دایکندی34101
نورستان1920
ارزګان1810

په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۵۶ مثبتي پېښي د هیواد په ۱۸ ولایتونو کي ثبت سوي دي.
د نویو شمېرو ترڅنګ د تازه روغ سوو کسانو شمېر تر بل هر وخت لوړ ۶۰۲ تنه دئ او ترڅنګ یې ۲۰ تنه په ویروس اخته مړه سوي دي.
تېره ورځ د روغتیا وزیر جواد عثماني د هیواد ټولو خصوصي روغتونونو ته د کرونا ناروغانو د بسترېدو او تداوي اجازه هم ورکړل.