په سوریه کې د تېرو دوو ورځو په نښتو کې د وژل شویو شمېر له زرو واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان  نن یکشنبې اعلان کړی چې د پنجشنبې راهیسې د سوریې په ساحلي ښارونو کې په نښتو کې د ۷۴۵ ملکي وګړو سربیره  ۱۲۵ حکومتي سرتیري او ۱۴۸ د مخالفو ډلو وسله  وژل شوي دي.

یاد سازمان چې مرکز یې په بریتانیا کې دی وايي، د لاذقیې او شاوخوا سیمو د برېښنا او د څښاک اوبو جریان هم پرې شوی دی.

دې سازمان وړاندې ویلي وو، د سوریې د حکومت د ملاتړو وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴۰ ملکیان وژل شوي.

 په سوریه د نوي حکومت او د مخلوع ولسمشر بشارالاسد د پلویانو ترمنځ دا نښتې له تېره پنجشنبې راهیسې هغه مهال پیل شوې چې د اسد وفاداره ځواکونو د سوریې د نوي د دفاع وزارت دوه پوځیان د لاذقیه ښار په الدعتور سیمه کې ووژل.

تر دې پېښې وروسته د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ملاتړو وسله والو په یادو سیمو کې د اسد د حکومت د پاتې شونو د تصفیې په نوم پراخ عملیات پيل کړل.

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع په یوه پيغام کې د بشار اسد وفاداره ځواکونو ته خبرداری ورکړی و چې ژر تر ژره خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

دا نښتې د سوریې په ساحلي ښارونو لاذقیې، تارتوس، او شاوخوا کلیو کې شوي او د نوي حکومت موخه دا ده چې دا سیمې تر کنټرول لاندې راوړلي.

په دغو سیمو کې د علویانو لږکي ژوند کوي، چې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ یې کاوه او لا هم وفادار پاتې دي.

دا وضعیت د سوریې نوي حکومت ته چې درې میاشتې وړاندې د بشار اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته واک ته رسېدلی لویه ستونزه ګڼل کېږي.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.