ليکنه او څېړنه : مُنـــــزَّه غفــورزۍ
اعتماد پر نفس پۀ خپل داخلي ځواک کې د اعتماد ، يقين او باور نوم دى . نړۍ چې څومره پۀ تېزۍ سره پر مخ درومي پۀ هماغه اندازه ستونزې زېږوي چې د هغوى امکاني حل پۀ ټولنه کې نۀ تر سترګو کېږي لۀ همدې امله لۀ خود اعتمادۍ ، جرأت او اولوالعزمۍ څخه کار اخېستل پکار دي.
اعتماد پر نفس کوم خارجي عامل نۀ دى چې موږ يې پخپل وجود کې وارد کړو او پر مټ يې خپل کردار کې بدلون راولو ، بلکې دا يو داخلي صنعت دى چې پۀ تدريجي توګه د انسان فطرت کې وده کوي.
انسان چې پخپل ژؤند کې د کومو کاميابيو او ناکاميو سره مخ کېږي لامل يې همدا اعتماد پر نفس دى.
پۀ خود اعتمادۍ سره پۀ کردار کې سکون راځي او د داخلي قوت خارجي اظهار دى.
د اعتماد پر نفس ترکيبي اجزاء :
▪ انسان چې څۀ کول غواړي پر هغه بايد پوره علم ولري.
▪د لاسته راؤړلو ممکنې سرچينې بايد وپېژني.
▪ د هغو پۀ رڼا کې پرېکړه وکړي.
▪ خپلې پرېکړې ته عملي جامه واغوندي.
د اعتماد پر نفس ارزښت
پر نفس اعتماد لرل د هر انسان پۀ ژؤند کې اړين دى. پرته لۀ دې انسان کاميابي نشي ترلاسه کولاى.
اعتماد پر نفس ددې باعث کېږي چې قاطع تصميم ونيسي او د نورو لپاره هم د باور وړ وي.
♡ انسان ځان زړور او پياوړى احساسوي.
♡ د انسان د پرمختګ باعث کېږي.
♡ موخو ته پۀ رسېدو کې مرسته کوي.
♡ انسان خپل ځان ، خپل خالق او نور انسانان پۀ سمه توګه پېژني او کولاى شي چې لۀ هغوى سره مخلصانه او صميمانه اړيکې ټينګې کړي.
د اعتماد پر نفس زيانمنېدو لاملونه
غير نورماله زېږېدنه.
- پۀ لومړيو 14 مياشتو کې د ناروغۍ لرل او د فزيکي دردونو شتون.
- د والدينو لخوا د ماشوم غوښتنو ته د” نه“ ځواب.
- ماشوم پۀ زور د چا غېږه کې ورکول.
- ماشوم سره بدني تماس نۀ برقرارول.
- د ماشوم لۀ تحرک څخه مخنيوى.
- ماشوم ته د بېچاره کلمه ورزده کول او هغه بېچاره نومول.
- پرله پسې درد او رنځ زغمل.
- د والدينو لخوا د اولادونو ترمنځ توپيري چلند.
- پۀ کور کې ډېر جنګونه.
- د مسووليت نۀ سپارل او عدم باور.
- پرله پسې ماته خوړل.
- خپګان کول. Depression
- وهل ، رټل او وېرول.
- پرتله کول او کم ګڼل.
د اعتماد پر نفس ډؤلونه
1- رفتاري اعتماد پر نفس : هغه وړتيا ته وايي چې پۀ واسطه يې لۀ ساده کارونو څخه نيولې تر سختو کارونو پورې ترسره کېږي.
2- عاطفي او احساسي اعتماد پر نفس : هغه وړتيا ده چې احساسات او عواطف پرې پېژندل کېږي او کنټرول کېږي او پۀ مرسته يې د درد ، رنځ او عاطفي صدمو پۀ وړاندې دفاع صورت نيسي.
3- روحي او معنوي اعتماد پر نفس : دا هغه وړتيا ده چې انسان ته ددې نړۍ خالق او د ټولو مخلوقاتو او موجوداتو پېژندلو او پرې د باور کولو شونتيا وربخښي.
د هغوی ځانګړې چې پر نفس د باور کچه یې لوړه ده
☆ ځان آزاد احساسوي او پرېکړې پخپله کوي.
☆ مسووليت منونکي وي.
☆ پۀ خپل پرمختګ او لاسته راؤړنو وياړي.
☆ پۀ ډېرې لېوالتيا سره نويو کارونو ته مخه کوي.
☆ خپل احساس او اند پۀ اسانۍ نورو سره شريکوي.
☆ ناکامي پۀ ښه توګه زغمي او د تجربې پۀ ډؤل يې مني.
☆ پخپلو تېروتنو اقرار کوي او هم ځان محاکمه کولاى شي.
☆ نور خپل اغېزې لاندې راوستلاى شي او خپله هم پوهېږي چې پۀ نورو نفوذ لري.
د هغوی ځانګړنې چې پر نفس د باور کچه یې ټیټه ده
♤ هدف نلري.
♤ لۀ ټولنې وېره لري.
♤ ځان لۀ نورو کم ګڼي او ترې کرکه کوي.
♤ منفي ذهنيت لري.
♤ د پرېکړې کولو ځواک نلري او تل متردد وي.
♤ لۀ نوښتونو او بدلونونو وېرېږي.
♤ تل لۀ ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
♤ګوښه والى اختياروي او د ژؤند خوند لۀ لاسه ورکوي.
♤ د نورو د کمزورۍ پۀ لټه کې وي.
♤ لۀ نورو سره کلکه علاقه ساتي او روږدي کېږي.
♤ د تېروتنې کولو لۀ وېرې د کوم کار پيلولو جرأت نکوي.
♤ د نورو د نظرونو او نيوکو تر اغېز لاندې راځي.
♤ لۀ خپلو پرېکړو پۀ ډېرې اسانۍ ګرځي.
♤ پخپلو عقايدو پابند نۀ وي.
♤ تل پۀ نورو نيوکه کوي او خپله ملامتيا پۀ بل اچوي.
♤ ځان لۀ نورو سره پرتله کوي او تقليد کوي.
♤ لۀ نورو سره حسادت کوي.
♤ ژر غصه کېږي او لۀ هر څۀ ناراضه وي.
اعتماد پر نفس يوه اکتسابي پديده ده چې د تمرين ، رياضت ، لۀ لارې ترلاسه کېداى شي. نو که څوک ځان ناتوانه احساسوي ، د هغوى لپاره ځېنې علمي روشونه شته چې پۀ مرسته يې پۀ خپل وجود کې رامنځته او لوړولاى شي او همدارنګه خپل شخصيت کې مثبت بدلونونه راوستلاى شي.
د اعتماد پر نفس پيدا کولو او لوړولو لارې
♧ تل الله ج پۀ ياد وساتئ ، پۀ قدرت او مرسته يې باور ولرئ او پۀ هر ځاى کې يې حاضر وګڼئ.
♧ تېرې خوږې خاطرې يادې کړئ او ښۀ احساس ولرئ.
♧ خپل ځان سره مينه وکړئ.
♧ د خپلو کارونو مديريت او مسووليت پۀ خپله غاړه واخلئ.
♧ خپل ظاهري وضعيت او نظافت ته پاملرنه وکړئ.
♧ پر خپلې وېرې برلاسي شئ او پۀ باور سره ژؤند وکړئ.
♧ ځان مۀ ملامته کوئ او پرې غصه مکوئ.
♧ مؤدبه اوسئ لۀ نورو سره پۀ بد اخلاقۍ چلند مکوئ.
♧ پۀ شونډو تل مسکا وساتئ.
♧ د الله تعالى لۀ نعمتونو نه خؤند واخلئ او شکر ايستونکي اوسئ.
♧ هر کار نظم او ترتيب سره کوئ.
♧ ځان لۀ نورو سره مۀ پرتله کوئ ځکه نور به هم کمزوري شئ.
♧ خپلې روغتيا ته پام کوئ.
♧ خپل ځان تشويق او ستاينه يې وکړئ او لږ تر لږه د هر ښۀ کار د ترسره کولو پۀ پاى کې ځانته ”آفرين“ ووايئ.
♧ لۀ نورو سره تر خپلې وسې مرسته وکړئ.
♧ خپله علمي سويه لوړه کړئ ، مطالعه وکړئ ، علمي صنفونه او علمي کنفرانسونه تعقيب کړئ.
♧ د لوبو توکي مۀ جوړېږئ او انکار پۀ کلکه کوئ.
پخپل وجدان ظلم مۀ کوئ.
♧ د هر چا هر ډؤل تېروتنه وبخښئ او يؤ چانس ورکوئ.
او تل لۀ ځان سره دا جملې تکرار کړئ :
☆ زۀ نېکمرغه يم.
☆ زۀ تر ټولو غوره یم