د کرونا د مخنيوي په خاطر، د مکروبونو څخه د جامو پاکولو طريقه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د کرونا ويروس پدې دور کي اړتيا ده د بدن د غړو تر څنګ خپلي جامې هم له مکروبونو پاکي وساتو.
د نړۍ تر ټولو پرمختللي هيوادونه تر وروسته پاته هيوادونو د کرونا ويروس سره ډير لاس او ګريوان دي.
امريکا،ايټاليا،هسپانيا،چين،جرمني او فرانسه هغه هيوادونه دي چي وګړي يې تر نوري نړۍ ډير په کرونا ويروس مبتلا او مړه سويدي.
تر اوسه پوري د کرونا ويروس لپاره هيڅ واکسين او درمل ندي جوړ سوي خو د روغتيا اړوند نړيوال سازمانونه د انسانانو غوښتنه لري تر څو له دې ويروس څخه ځان وساتي او د وقايې سپارښتنه کوي.
موږ ستاسو لپاره د ياران په ځانګړي برخي کي د کرونا ويروس او ځان ساتني اړوند په لسګونو ليکني خپرې کړي خو دا ځل به پوه سو چي څنګه کولای سو خپل کالي يا جامې د ميکروبونو څخه پاکي وساتو.
شايد زموږ سره په کورونو کي د جامو د پاکولو لپاره تر صابون يا مکروب ضد موادو ور ها خوا نور امکانات او مواد نه وي،نو ځکه بايد دې لارښوونو ته ښه پاملرنه وکړو.
۱_ جامې په ګرمو او بو ومينځئ
ويروس او ميکروب د ګرمي هوا، اوبو او چاپيريال په وړاندي خپل مقاومت له لاسه ورکوي،که خپل کالي په ګرمو اوبو پريوو د کرونا ويروس فيصدي به مو د ځان په وړاندي کمه کړې وي.
۲_ خپل کالي اوتو کړئ.
په اوسني عصر کي په هر کور کي اوتو سته که نه وي د ګاونډيانو سره به خامخا وي.
ټول هغه ټوکران چي تاسو ورڅخه استفاده کوئ تر مينځلو وروسته يې اوتو کړئ تر څو مکروبونه يې له منځه ولاړسي.
۳_ جامې مو په ميکروب ضد موادو ومينځئ
په بازارونو کي د کالو پريمينځلو لپاره د ميکروب ضد مايع خرڅيږي چي موږ ټول يې په کورونو کي استعمالوو.
د ميکروب ضد موادو سره د کولای سو د خپلو جامو څخه مکروبونه او ويروسونه پاک کړو.
۴_ خپلي جامې لمر ته هواري کړئ.
لمر يوازي دا نه چي روښنايي کوي او ځمکه ورباندي راګرځي، بلکي د نورو ډيرو ځانګړتياوو سره سره د ميکروبونو ضد هم دی.
ويروسونه او مکروبونه د لمر په وړاندي مقاومت نسي کولای،که چيري موږ خپل کالي لمر ته وغوړوو د هر ډول مکروب څخه به په امان يوو.
شايد تاسو ته نوري لاري چاري هم مالومي وي چي کولای سئ خپلي جامې له ميکروبونو وساتئ خو پر پورته لارو چارو حتمي عمل وکړئ.