د روان ۲۰۲۱ز په اوږدو کې د هند په مهمو ورځو کې د فلمونو سيالۍ يا کلش ترسره کېږي.
د فلمونو په نړۍ کې هر کمپنۍ هڅه کوي تر څو خپل فلمونه په مهمو او د رخصتيو په ورځو کې خپاره کړي.
ډېر ځلې داسي پېښ سويدي چې قوي لوبغاړي سره مخ کېږې ،دلته چې نو د هرچا فلم ډېرو کسانو وکتی او تر خپل نرخ يې ډيرې پيسې وګټلې په کلش کې بريالی بلل کېږي.
د باليووډ په تاريخ کې تر ټولو ډېر کلشونه شاهرخ خان ګټلي او تر ډېره يې خپلو سيالانو ته ماته ورکړې نو ځکه د باليووډ باچا هم ورته ويل کېږي.
سږکال د هند په اختر او ځينو نورو مذهبي ورځو کې په سېنماوو کې د هاليووډ د يوه فلم په ګډون د باليووډ پنځه کلشه ترسره کېږي چې د فلمونو نومونه يې په لاندي ډول دي.
۱ـ رادهې او ساتيامواجياتي فلمونه د اختر په ورځ سينما ته وړاندې کېږي.
۲ـ بيلباټوم او فاسټ انډ فريوس فلمونه د می مياشتي په ۲۸مه ريلېز کېږي.
۳ـ شيرشاه او مېجر فلمونه د جولای مياشتې په دويمه نېټه سېنما ته وړاندي کېږي.
۴ـ ميدان او ار ار ار، فلمونه د هند په مذهبي فيسټوال دوسيرا کې د اکتوبر مياشتي په ۱۵مه نېټه ريلېز کېږي.
۵ـ جرسي او پريتوي راج فلمونه د هندوستان د رنګونو په ورځ چې ديوالي نومېږي ،ريلېز کېږي.