ژباړن: صادق طارق
هرڅوک یو کار ته دلیل لري، څوک له شوق، څوک له فقر، څوک د کورنۍ فشار او څوک د نورو دلایلو له مخې یو کار ته مخ اړوي.
دلته به د ځینو نړیوالو فلمي او هنري څېرو عجیب و غریب دلایل ولولئ، چې هنر ته یې د دوی د مخ اړولو زمینه برابره کړې ده.
امیلي بلانت
د دې فلمې لوبغاړې غږ لکه په فلمونو کې چې اورئ، پخوا داسې نه و.
هغه وایي په ماشومتوب کې یې ژبه نښته او دا یې لوی ارمان و، چې یوه کلیمه بې له ژبې نښتو په سمه توګه تلفظ کړي.
بلانت وایي حتا خپل نوم یې هم بې مشکله نه شو تلفظ کولای.
د هغې په وینا د روغتیایي سلاکار په ټینګار یې خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې او د خبرو تمرین ته یې پراختیا ورکړه.
دغه هڅه سبب شوه، چې هم یې د ژبې د بندیدو مشکل حل شي او هم د ښایست په برکت یې یوه لویه فلمي لویغاړې شي.
مایکل شنون
دا مشهور فلمي لوبغاړی وایي هنر ته یې د مخ اړولو دلیل یو ډول غچ اخیستنه وه.
د ده په وینا شاوخوا خلکو یې دی تل ځوروله او په کمه سترګه یې ورته کتل، خو ده په ځان کې د هنري ظرفیت په لیدو هنر ته مخ واړوه څو ځورونکو ته یې ځان ثابت او خپله برتري ور وښیي.
ویل اسمیت
ویل اسمیت د یوه روحي ټپ له کبله هنر ته مخه کړې.
ده په ژوند کې ماتې خوړلې او د هېرولو او جبران لپاره یې د هنر نړۍ ته راغلی.
دی وایي: په ۱۵ کلنۍ کې مې معشوقې خیانت راسره وکړ، ما د دې لپاره چې خپل ارمان ورولم، سېنما ته مخ واړوه.
دی وایي خپله ماتې یې ځانته په بریالیتوب بدل کړ، هم یې د ورسره شوي خیانت درد هېر شو او هم د هنر ستوری شو!
کریستین بیل
کریستین بیل ممکن ستاسې په اند ډېر بریالی څوک وي، خو هغه داسې نه و.
هغه اوس د کار لپاره ډېر وړاندیزونه ترلاسه کوي، خو پخوا داسې نه و.
دغه فلمي لوبغاړي هنر او سېنما ته د دې لپاره مخه کړه، چې له دې پرته یې بل کوم کاري وړاندیز نه درلود او بې کارۍ تنګ کړی و.
د ده په وینا د مالي ستونزې او مجبوریت له کبله یې سېنما ته مخه کړه، خو ورنه خوشاله دی او پرې ویاړي.
تام هیدلستون
تام هیدلستون په لتون او کمبریج پوهنتونونو کې لوړې زده کړې او سوکاله کورنۍ لري.
د دغه فلمي ستوري موروپلار د ده د پوهنتوني زده کړو پر وخت سره جلا شول.
د طلاق دغې قضیې ټام ته سخته روحي صدمه ورسوله. هغه فلمي فعالیتونه د دغې صدمې د جبران او پام غلطولو لپاره پیل کړل.
اما استون
دې مشهورې فلمي لوبغاړې په یوه مرکه کې ومنله، چې په ماشومتوب کې یې سخت رواني کشمکش درلود.
د اما په وینا دغه کشمکش یې ټول ژوند ګډوډ کړی و.
هغه وایي بالآخره په فلم او سینما کې کار ورته له دې حالته د ژغورل کیدو ښه لاره ښکاره شوه او عمل یې پرې وکړ.
دا ښایسته نجلۍ اوس د هالیووډ سېنما له غوره ستورو څخه ده.
چادویک بوزمن
چادویک بوزمن مشهور فلم لیکونکی دی. هغه وایي هیڅکله یې په فلمونو کې د کار شوق نه دی کړی.
دبوزمن د فلم لیکوالۍ لوی دلیل دا دی، چې غوښتل یې له مشهورو فلمي ستورو سره نیږدې وي.